ټېلېګراف: د لاریونونو په پراخېدو ایران کې د بهرنیو ګواښونو پر ضد د چمتووالي کچه لوړه شوې

ټېلېګراف ورځپاڼې د ایراني چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې په ایران د لاریونونو په دوام، له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرتله د چمتووالي کچه لوړه شوې او د بهرنيو ګواښونو د مخنیوي په موخه تر ځمکې لاندې د توغندیو سیستمونه فعال شوي دي.