د افغانستان د مقاومت عالي شورا: ایران دې د خپلو وګړو عادلانه غوښتنو ته رسېدنه وکړي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي غړو د سوله‌ییزو لاریونونو پر حق په ټینګار سره ویلي چې په ایران کې د خلکو بدلونونه او اعتراضونه څاري. دغې شورا ویلي ایران دې د مسوولانه چلند له لارې له لاریونوالو سره خبرې اترې وکړي او د خپلو وګړو پرحق غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

یادې شورا هیله څرګنده کړه، داسې شرایط دې برابر شي څو د ایران د خلکو غوښتنې د مدني او سوله‌ییزو لارو له لارې پوره شي.