لاریونکوونکو ته د سپاه پاسداران خبرداری؛ د روانو حالاتو دوام د منلو وړ نه دی

د ایران د استخباراتو سازمان سپاه پاسداران د یوې خبرپانې په خپرولو سره، د شاهزاده رضا پهلوي د بلنې او په ایران کې سړکونو ته د میلیونونو خلکو د راوتلو په غبرګون کې، لاریونکوونکو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې «د دې وضعیت دوام د منلو وړ نه دی».

سازمان ټینګار کړی چې د روانو اعتراضونو دوام به ونه زغمل شي.

بل لور ته، د ایران د ملي امنیت شورا هم لاریونوالو ته د ځپنې ګواښونه کړي.