د رضا پهلوي تر غوښتنې وروسته؛ میلیونونه ایرانیان سړکونو ته راووتل

د شهزاده رضا پهلوي له غوښتنې وروسته، په تهران او ګڼو نورو ښارونو کې په میلیونونه ایرانیان د دویمې پرله پسې شپې لپاره سړکونو ته راووتل. لاریونوال د حکومت پر ضد او شهزاده پهلوي په ملاتړ شعارونه ورکوي.