خامنه‌يي امر کړی چې د سپاه پاسداران چمتووالی دې له اسراییل سره د جګړې له کچې هم لوړ شي

ټېلېګراف ورځپاڼې د ایران د یوه لوړپوري چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي امر کړی، چې د سپاه پاسداران چمتووالی دې تر ټولو لوړې کچې ته ورسول شي.

یاد ایرانی چارواکی چې نه‌غواړي نوم یې واخېستل شي ویلي: «د ایران رهبر په سپاه کې د بې‌ثباتۍ خطر نږدې صفر ګڼي. تر ځمکې لاندې توغندي اوس په بشپړ چمتووالي کې دي. دا ځل به شرایط په بشپړ ډول توپیر ولري».