د تهران په ځینو برخو کې د شپې ناوخته هم پراخ لاریونونه دوام لري

د ایران له پلازمېنې تهران څخه په تازه خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري، چې ګڼ شمېر لاریونوال د شپې ناوخته هم د تهران په بلوار فردوسي او رسالت سیمو کې سړکونو ته راوتلي او د ایران د حکومت ضد شعارونه ورکوي او همداراز له ملي پاڅون سره د خلکو د یوځای کېدو غوښتنه لري.