په ایټالیا کې د ایران د کونسلګرۍ مخې ته ګڼ شمېر ایرانیان راټول شوي

نن د شنبې په ورځ په ایټالیا کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته ګڼ شمېر ایرانیان راټول شوي او د ایران د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.

نن د شنبې په ورځ په ایټالیا کې د ایران کونسلګرۍ مخې ته ګڼ شمېر ایرانیان راټول شوي او د ایران د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس مطیعالحق خالص له یوې موسسې سره د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچې لوړول ملي دنده ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په چاپیریالي ککړتیا کې دومره ونډه نهلري، خو تر ډېرو اغېزمن دی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیعالحق خالص له «EPTDO» موسسې سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي: «د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچې لوړول او د ټولنو پیاوړتیا خپله ملي دنده ګڼي».
مطیعالحق خالص زیاته کړه، د چاپېریال ساتنې ملي اداره ژمنه ده چې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د ښه والي په موخه د ملي او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د اغېزناکو چاپېریالي پروژو د جلب او تطبیق هڅې لا پسې پراخې کړي.
دغې ادارې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې پروژې پیسې د UNDP له لوري ورکول کېږي او موخې یې هم له اقلیمي بدلون سره د سازښت، چاپېریالي ګواښونو په تړاو د خلکو او ټولنو د پوهاوي کچې او ظرفیت لوړول او همداراز د اړوندو معلوماتو او ارقامو راټولول دي.
دا پروژه به د شپږو میاشتو په موده کې د بدخشان ولایت د ارګو او کشم ولسوالیو په حافظ مغول، ګندم قول او سرای مشهد کلیو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر مستقیم نظارت لاندې عملي شي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې په ټينګار سره ویلي، د دې پروژې د تطبیق بهیر به په جدي توګه وڅاري، څو یاده پروژه په سمه، اغېزناکه او هدفمنده توګه عملي شي او واقعي ګټه یې خلکو ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقلیم بدلون په برخه کې کابو هېڅ ونډه نهلري، خو تر نورو ډېر زیانمن هېواد بلل کېږي او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دغې ادارې سره کېدونکې ټولې مرستې ځنډول شوې دي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د اسلاماباد پولیسو څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي او له دې ډلې یې یو په زور افغانستان ته ډیپورټ کړی دی.
یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان خبریالانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند غندلی او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او جبري ستنولو د لړۍ درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د نیول شویو خبریالانو هویت نهدی څرګند کړی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند، پر هغوی سخت فشار او ناقانونه نیونو د بیان ازادۍ خوندیتوب ته ډېر ګواښ پېښ کړی دی.
امسو د پاکستان له حکومت او اړوندو امنیتي ادارو څخه غوښتنه کړې، چې نیول شوي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي کې دې ژر تر ژره خوشې او له یوه بحراني وضعیت څخه د راکډه شویو خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته د انساني کرامت په پار درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په تېر یوه کال کې ۲۰ افغان خبریالان په زور افغانستان ته ستانه کړې دي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د کابل پوليتخنیک پوهنتون په یوې فراغتغونډه کې وویل، پوهنتونونه باید له نظري حالت څخه را واېستل شي او زدهکړیالانو ته د عملي زدهکړو زمینه برابره شي. له کابل پوليتخنیک پوهنتون څخه له نجونو پرته نن څه باندې ۱۰۰۰ کسان فارغ شول.
ندا محمد ندیم په کابل پوليتخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې دغو تازه فارغ شویو زدهکړیالانو ته په خطاب کې وویل: «د فراغت سند یوازې یو عادي کاغد نهدی، بلکې تر دې وروسته تاسو د «خپل نظام» ټولنې او کورنۍ پر وړاندې ستر مسوولیتونه لرئ».
ندیم زیاته کړه: «زموږ هڅه دا ده او د پوهنتونونو مسوولینو ته مو سپارښتنه کړې، چې پوهنتونونه له نظري حالت څخه راوباسي، محصلینو ته په لابراتوارونو او عملي ساحو کې د عملي زدهکړو زمینه برابره کړي».
په داسې حال کې چې له نږدې پنځو کلونو راهیسې ټول نظام طالب محوره دی او ډېری لوستي ځوانان د بېکارۍ او فقر له امله نورو هېوادونو ته په خونړیو لارو روان دي، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په یاده غونډه کې دغو تازه فارغو شویو انجنیرانو ته په خطاب کې وویل: «په ملک کې د هر ډول خدمت زمینه درته برابره ده او دا ټولنه، کورنۍ او نظام پر تاسو د خدمت حق لري».
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزات د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل پوليتخنیک پوهنتون له ۸ پوهنځیو له لېسانس څخه ۷۵۷ او ماسټري پروګرامونو څخه ۲۵۱ انجنیران فارغ شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له نږدې پنځو کلونو راهیسې طالبانو نجونې زدهکوونکې او زدهکړیالانې له لوړو زدهکړو منع کړي او په دې موده کې یوه نجلۍ هم له لوړو زدهکړو نهده فارغه شوې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو باندې یې خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.
یادې ټولنې نن د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کورنیو باندې یې ۹۷ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده مرسته کې یې هرې کورنۍ ته د ۹۷ کیلو په اندازه اوړه، غوړي، وریجې، بوره، نخود، مالګه، مکروني، روب او نور توکي وېشلي دي.
د دوی په خبره، په دې مرستو کې غېر خوراکي توکي هم شامل وو.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، هڅه کوي چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم پر راستنو شویو، بېوزلو او د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کورنیو باندې مرستې ووېشي.

جرمني هېواد نن د شنبې په ورځ ۳۲ افغان پناهغوښتونکي له اسلاماباده څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا کسان د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې جرمني ته داخل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغو افغانانو د ۱۴۰۰کال د اسد له میاشتې وروسته، کله چې کابل سقوط وکړ، د جرمني له حکومت څخه د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه او له هماغه وخته تر اوسه په پاکستان کې مېشت وو.
دا لېږد په داسې حال کې ترسره شو چې پاکستان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، که د روان میلادي کال تر پای پورې د منلو بهیر وروستی نه شي، ښايي یو شمېر افغان پناهغوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړي. د همدې خبرداري له امله، جرمني چارواکو د هغو کسانو د انتقال بهیر چټک کړ چې د منلو رسمي ژمنه یې لرله.
جرمني ټینګار کړی چې ټول هغه افغانان چې د پخواني حکومت د ژمنو پر بنسټ پاکستان ته لېږدول شوي، حتمي نه ده چې جرمني ته راوستل شي.
تر هغه وروسته چې د «افغانانو د فدرالي منلو پروګرام» یو شمېر غوښتونکو د جرمني په محکمو کې د حقوقي شکایتونو له لارې د ویزې د صادرېدو حکمونه ترلاسه کړل، د دوی د انتقال بهیر یو ځل بیا پیل شو. د دغو قضیو له ډلې ځینې د مدني بنسټونو، په ځانګړي ډول د «کابل لیفت بروکه» سازمان په ملاتړ تعقیب شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال د جرمني بنسټونو ۷۶پخواني ځایي کارکوونکي او ۴۶۵نور افغان وګړي د جرمني د ویزې په تمه دي او د هغوی امنیتي ارزونې لا هم روانې دي.
