د اتریش د بهرنیو چارو وزیره: د اتریش دروازې د ایران د بشري حقونو د سرغړونکو پر مخ تړلې دي

د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې مینل ریزنګر د سوله‌ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالي ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، د اتریش دروازې په ایران کې د بشري حقونو د سرغړونکو پر مخ تړلې دي.

نوموړې په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «موږ د ایراني چارواکو د ویزو ټولې غوښتنې به په تهران کې د اتریش په سفارت او د کورنیو چارو وزارت ترمنځ په نږدې همغږۍ سره په بشپړه توګه وڅېړو».