خامنه‌يي لاریونونو ته په غبرګون کې؛ ټرمپ به نسکور شي

د شهزاده رضا پهلوي تر بلنې او د خلکو تر مېلیوني حضور وروسته د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي یو ځل بیا خپلې زړې خبرې تکرار کړې. هغه لاریونوال «ورانوونکي، مزدوران او پردي پال» وبلل او په پای کې یې وویل: «ټرمپ به نسکور شي».

د خامنه‌يي له نظره، هغه خلک چې په سړکونو کې د «مرګ پر خامنه‌يي او سږکال د وینو کال دی، سیدعلي به نسکورېږي» شعارونه ورکوي، د خپلو غوښتنو او حقونو لپاره نه دي راوتلي، بلکې د ټرمپ د خوښۍ لپاره یې پاڅون کړی دی.