د امریکا د کانګرس غړی: موږ باید د ایران د زړورو خلکو تر څنګ ودرېږو

د امریکا د کانګرس غړي رابرټ ګارسیا د ایران د لاریونونو په ملاتړ پر خپل اېکس لیکلي: «موږ باید له هغو ایرانیانو سره ودرېږو چې په زړورتیا سره سړکونو ته راوتلي، د ډېموکراسۍ او د خپلې ارادې د حق غوښتنه کوي. دوی د ایران د استبدادي رژیم پای غواړي. د ایران خلک د سولې او ازادۍ مستحق دي».