اسراییلی چارواکی: لاریونونه د ایراني رژیم ثبات ننګوي

یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي ویلي د ایران په ښارونو کې لاریونونه د رژیم ثبات ننګوي. هغه د دې مظاهرو په اړه له کانال ۱۲ سره مرکه کې ویلي: «رژیم لا هم د سقوط پر درشل کې نه دی، خو لاریونونه په ښکاره او پرله‌پسې ډول په زیاتیدو دي، په داسې چټکۍ چې په تېرو اوونیو کې نه ده لیدلې».

تر دې مخکې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو ویلي و چې هېواد یې د ایران په کورنیو پېښو کې د لاسوهنې نیت نه لري.