د ایران پوځ لاریونونو ته په غبرګون کې؛ له هر ډول توطیې سره به په کلکه مقابله وکړو

د اسلامي جمهوریت پوځ په دغه هېواد کې روانو لاریونونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د اعلی قومندان تر مشرتابه لاندې به د سیمې د دښمن تحرکات له نږدې وڅاري او د ملي ګټو او عامه شتمنیو ساتنه به په ټینګه وکړي.