د ایران د کردستان دموکرات ګوند: د امنیتي ځواکونو د بې ثباتۍ احتمال زیات شوی

د ایران د کردستان دموکرات ګوند ویلي، د سپاه پاسداران ځواکونه د علي خامنه‌یي په حکم د لاریون کوونکود ځپلو مسوولیت پر غاړه لري. ګوند خبرداری ورکړی چې د امنیتي ځواکونو د بې ثباتۍ احتمال زیات شوی او خامنه‌یي نظامي او امنیتي ادارې په لوړ چمتووالي کې ساتلي دي.

دغه ګوند همدارنګه ویلي چې د ټول هېواد اعتراضونه اوس نوې مرحله ته داخلې شوي دي.