د ایران د قضايي قوې مشر د لاریون کوونکو پروړاندې د پرېکنده چلند ګواښ وکړ

د ایران د قضايي قوې مشر غلام حسین اژه‌يی لاریون کوونکي «بلواګر» بللي دي او وايي، چې اړوندو مسوولانو ته یې امر کړی، چې د لاریون کوونکو او د هغوی د ملاتړو پر واړندې سخت او بې‌رحمه چلند وکړي. نوموړي‌ ویلي:«بلواګر نور د تېر اېستل شویو بهانه نه‌شي کولی».