هاکان فیدان: د ایران لاریونونه د دې هېواد د سیالانو له‌خوا رهبري کیږي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدانویلي چې په ایران کې روان لاریونونه د دې هېواد د سیالانو له‌خوا «رهبري» شوي دي. هغه څرګنده کړه چې اسراییل هڅه کوي د ایران د اقتصادي ستونزو له امله د خلکو غوسه وکاروي او د ټولنیزو رسنیو له لارې د ایران مذهبي مشرانو پر ضد یې پاڅون ته وهڅوي.