د کاناډا په مونټریال کې هم د ایران د حکومت ضد لاریون شوی

ګن شمېر کاناډا مېشو ایرانیانو نن د شنبې په ورځ په مونټریال کې د ایران د حکومت د ځپونکو پالیسیو او د ایراني لاریونوالو په ملاتړ لاریون وکړ. یادو لاریونوالو د اخوندي رژیم پر ضد شعارونه ورکول.