نېټ بلاکس وايي چې ایران کې له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې انټرنېټ پرې دی

نېټ بلاکس چې په ټوله نړۍ کې د انټرنېټ لاسرسي او سایبري ګډوډیو څارنه کوي، په خپلو وروستیو تازه معلومات کې ویلي، چې ایران له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې افلاین دی. د نېټ بلاکس د معلوماتو له‌مخې، د ایران مشرانو د ۹۰ میلیونو ایرانیانو غږونه غلي کړې دي.

یادې ادارې زیاته کړې: «پر همدغه مهال د رژیم مشرانو په انټرنېټ خپل روایت خپرولو ته دوام ورکړی دی، خو د ۹۰ میلیونو ایرانیانو غږونه یې غلي کړې دي».