په تهران کې د لاریونوالو د یوې لویې ډلې شعار؛ «دا وروستۍ جګړه ده، پهلوي بېرته راګرځي»

د تهران په پوناک سیمه کې د لاریونوالو یوې لویې ډلې د سړکونو پر سر اورونه بل کړي او د نڅا پرمهال شعار ورکوي چې: «دا وروستۍ جګړه ده، پهلوي بېرته راګرځي».

د تهران په پوناک سیمه کې د لاریونوالو یوې لویې ډلې د سړکونو پر سر اورونه بل کړي او د نڅا پرمهال شعار ورکوي چې: «دا وروستۍ جګړه ده، پهلوي بېرته راګرځي».

«هندو» ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی نور احمد نور نوي ډيلي ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې په هند کې د افغانستان سفارت کې د سرپرست په توګه خپله دنده پیل کړي. د ډیلي او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې په پام وړ ښې شوې دي.
د راپور لهمخې، نور احمد نور د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره نوي ډیلي ته په رسمي سفر کې مل و.
دغه سفر د هند د بهرنيو چارو وزير سوبراهامانیام جی شنکر په بلنه ترسره شوی وو او دواړو لورو په دې اړه تفاهم ته رسېدلي وو، چې په نوي ډیلي کې به د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی حضور ولري.
هندو ورځپاڼې لیکلي، چې نور احمد نور لا هم خپل رسمي ماموریتي اسناد د هند حکومت ته نهدي سپارلي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه د هغه ټاکنه په رسمي توګه نهده اعلان کړې، خو د ورځپاڼې د راپور لهمخې، تمه کېږي چې هغه به په راتلونکو ورځو کې د سفارت د سرپرست په توګه خپلې چارې پیل کړي.
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د سرپرست د معرفي کولو پخوانۍ هڅه ناکامه شوې وه او هغه کس چې طالبانو معرفي کړی و، د سفارت د کارکوونکو لهخوا نه وو منل شوی. له دې سره سره، طالبان بیا په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د خپل استازي پر معرفي کولو بریالي شوي وو.
هند د ډېرو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی، خو په ۲۰۲۲ کال کې کله چې په کابل کې یې خپل تخنیکي دفتر بیا فعال کړ له طالبانو سره یې کاري اړیکې پراخې شوې.
د هند بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې اعلان وکړ، چې په کابل کې د دې هېواد ماموریت د سفارت کچې ته لوړېږي او دا پرېکړه د طالبانو د ډيپلوماتانو د معرفي کېدو لپاره په هند کې زمینه برابروي.
یادې ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې دا مهال د افغانستان د سفارت پخواني کارکوونکي لا هم پر خپلو دندو بوخت دي او د جمهوریت درې رنګه ملي بیرغ لا هم د سفارت پر ودانۍ رپېږي، خو دا امکان شته چې له دې وروسته، کله چې د طالبانو استازی په رسمي ډول خپل کار پیل کړي دا وضعیت بدل شي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي، له بهره وارد شوي او پر افغانانو تپل شوي حکومتونه ناکام دي. نوموړي ویلي، هغه حکومتونه چې د افغانانو په خوښه، د پردیو له لاسوهنې پرته جوړ شوي وي د خلکو رښتیني استازیتوب کوي.
نورالحق انور د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه په افغانستان کې هغه حکومتونه بریالي ګڼلي، چې د خلکو په خوښه را منځته شوي وي.
نوموړي د طالبانو د واکمنۍ په ټاکلو کې د خلکو د خوښې د انتخاب پر ځای ویلي، چې د دوی حکومت د ولس د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی دی.
طالب مشران د حکومتونو په ټاکلو کې ټاکنې او د خلکو رایو ته ارزښت نهورکوي او د حکومت په ټاکلو کې انتخابات او د خلکو رایه له «شریعت» څخه لرې ګڼي.
دغه طالب چارواکي زیاته کړې: «زموږ حکومت د خپل ولس د قربانیو په پایله کې رامنځته شوی. د خلکو په ملاتړ یې امنیت ټينګ، نظام ورځ تر بلې قوي کیږي او په خپلو امکاناتو د پرمختګ پر لار روان دی».
نورالحق انور ادعا کړې، چې د پردیو په لاسوهنې جوړ شوي حکومتونو په افغانستان کې بقا نهده کړې او خبرې یې یوازې شعار پاتې شوې دي.
هغه لیکلي: « د پردیو په لاسوهنه جوړ شوي حکومتونه په افغانستان کې کله هم نهدي بریالي شوي. که څه هم ډېرې خبرې یې کړي او د بدلون او پرمختګ شعارونه یې زمزمه کړي، خو په عمل کې یې څه نهدي کړي. برعکس، هغه حکومتونه چې د افغانانو د خپلې ارادې لهمخې جوړ شوي دي، د وړ قیادت او مثبت فکر له امله خلکو پرې باور کړی او د خلکو د کلک ملاتړ څخه برخمن شوي».
یو شمېر هېوادونه، سیاستوال او د پخواني حکومت چارواکي پر طالبانو نیوکې لري، چې کورنۍ او نړۍوال مشروعیت نهلري او له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نهدي پېژندلي.
خو طالبان بیا وایي، چې له ګڼو هېوادونو سره ډيپلوماټيکې، سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او یو شمېر هېوادونه به یې ژر په رسمیت وپېژني.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې روسیه له سختې یخنۍ څخه په ګټه اخیستنې هڅه کوي د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وکړي.نوموړي زیاته کړې، چې مسکو په تکتیکي ډول غواړي ښارونه په بشپړ ډول وتړي.
زېلېنسکي د پولنډ پولې ته نږدې پر اوکراین د روسیې وروستي برید ته د اشارې په ډول ویلي، چې دا برید په قصدي ډول د اروپايي ټولنې پولو ته نږدې شوی دی.
نوموړي د منځني واټن بالسټیک توغندیز برید د ټولو لپاره یوه ننګونه ګڼلې ده. هغه د پېغور په ډول د امریکا او روسیې اړیکو ته ویلي: « دا دی د امریکا او ټولې ډیپلوماسۍ ته احترام!»
نوموړي ټينګار کړی، چې ټول باید دا برید جدي وګڼي او که مسکو دې وضعیت ته دوام ورکړي، نو اړیکې او خبرې به پایله ور نهکړي.
ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې ورځې په ناوخته (د مرغومي ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، اوس مهال د ګډو اقداماتو او ګډ دفاع سیسټم ته اړتیا ده، خو نوموړي پوښتنه کړې، چې ایا په ټوله اروپا کې داسې دفاعي سیسټم شته؟
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د روسیې له لوري د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او د ملکي خلکو د کورونه په نښه کول غندلي دي.
نوموړي پر روسیې غږ کړی، چې سمدستي خپل بریدونه ودروي او دا جګړه ختمه کړي.
کارني ویلي، چې په اوکراین کې د تلپاتې سولې لپاره به له خپلو نړۍوالو همکارانو سره هڅه وکړي، چې روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

د ترکیې پولیسو په توکات او بولو ښارونو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ افغانان نیولي دي. پولیسو ویلي، یاد افغانان د موټرو په وسیله له یوه ښاره بل ښار ته لېږدول کېدل. دغه افغانان، افغانستان ته د بېرته استونې لپاره د اخراج مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې د توکات په ښار کې د پلټنو پر مهال ۱۳ ناقانونه افغانان هغه مهال ونیول شول، چې د دوو موټرو په وسیله بل ښار ته لېږدول کېدل.
همدارنګه د بولو ښار پولیسو هم د پنځو غیرقانوني افغانانو له نیولو خبر ورکړی دی.
پولیسو ویلي، چې په یادو دوو ښارونو کې یې د ناقانونه افغانانو د لېږد په جرم شپږ انساني قاچاق کوونکي هم نیولي او یاد افغانان یې د بولو او توکات ښارونو د اخراج مرکزونو ته لېږدولي دي.
د راپورونو لهمخې، په وروستیو ورځو کې په ترکیې کې د افغانانو د نیولو عملیات ګړندي شوي او نږدې هره ورځ یو شمېر غیرقانوني افغانان له نیول کېدو وروسته د اخراج مرکزونو ته لېږدول کېږي.
تر دې مخکې د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي و، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ترکیه کې ۱۵۲ زره غیرقانوني کډوال نیول شوي و، چې له دې ډلې یوازې ۴۲ زره یې افغانان وو.

متحده عربي امارات اعلان کړی، چې په بریتانوي پوهنتونونو کې د اخوانالمسلمین لهخوا د اماراتي زدهکړیالانو د افراطي کېدو په تړاو د اندېښنو له امله یې په بریتانیا کې د زدهکړیالانو تمویل محدود کړی دی. بریتانیا لا تر اوسه پر اخوانالمسلمین بندیز نهدی لګولی.
د تېر کال په جون میاشت کې د متحده عربي امارات د لوړو زدهکړو وزارت د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو لېست خپور کړ. د تازه اصلاحاتو لهمخې، یوازې همدې غوره بنسټونو ته بورس ورکول کېږي او سندونه یې په رسمیت پېژندل کېږي.
په دې نوملړ کې د امریکا، استرالیا، اسراییل او فرانسې پوهنتونونه شامل دي؛ خو د برېتانیا نوم پهکې نه لیدل کېږي، سره له دې چې برېتانیا ډېر مخکښ او نړۍوال شهرت لرونکي پوهنتونونه لري.
فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته درېیو باخبره سرچینو ویلي، چې د برېتانیا د پوهنتونونو اېستل د متحده عربي امارات د دې اندېښنې له امله دی، چې ښايي د اخوانالمسلمین له لوري اماراتي محصلین په برېتانوي پوهنتونونو کې افراطي شي.
د همدې دلیل لهمخې، په تېر زیږیز کال کې یوازې ۲۱۳ اماراتي محصلینو ته د برېتانیا تحصیلي ویزه ورکړل شوه، چې دا شمېر د وړم کال پرتله ۲۷ سلنه کمښت ښيي.
د متحده عربي امارات د رهبر شیخ محمد بن زاید آلنهیان په مشرۍ ابوظبي له کلونو راهیسې پر دې نیوکه کوي، چې ولې برېتانیا اخوانالمسلمین غیرقانوني نهاعلانوي. سره له دې د برېتانیا حکومت تېر کال وویل، دغه موضوع «په دقت سره تر څېړنې لاندې لري».
د برېتانیا حکومت په ۲۰۱۵ کال کې اعلان وکړ، چې اخوانالمسلمین د برېتانیا پر ضد له ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو نهلري.
د برېتانیا د ښي اړخي اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فاریج، چې په ټاکنو کې مخکښ دی، ژمنه کړې، که لومړی وزیر شي نو پر اخوانالمسلمین به بندیز ولګوي.
د برېتانیا چارواکو ویلي، روښانه نهده چې د بورسونو د بندیز پلي کېدل به تر کومه حده عملي شي، ځکه لا هم ځینې اماراتي پوځي پرسونل بورسونه ترلاسه کوي. له دې سره سره امارات اعلان کړی، چې د هغو پوهنتونونو اسناد به په رسمیت ونهپېژني چې په تایید شوي لېست کې شامل نهوي.
د برېتانیا د لومړي وزیر دفتر د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) اعلان وکړ: «زموږ په ټولنه کې د سختدریځۍ ټول ډولونه ځای نهلري او هر چېرې چې ښکاره شي، ورسره مبارزه کوو. موږ د نړۍ له غوره تعلیمي نظامونو څخه یو وړاندې کوو او د محصلینو د هوساینې او د پوهنتونونو د امنیت لپاره جدي تابیاوې لرو».
