امریکايي سناتور ایرانیانو ته؛ ستاسو ستونزمن حالت به ډېر ژر پای ته ورسېږي

د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام پر خپل اېکس د ایران خلکو په خطاب کې لیکلي: «ستاسو اوږد کابوس به ډېر ژر پای ته ورسېږي. ستاسو زړورتیا او د ظلم د پای ته رسولو هوډ مو د امریکا ولسمشر او ټولو ازادي غوښتونکو خلکو ته څرګند شوی دی».
ګراهام زیاته کړې: «کله چې ټرمپ وايي ایران ته به پرمختګ ورکړو، نو د هغه مطلب دا دی چې ایراني لاریون کوونکي باید ایتالله ته ماتې ورکړي. خدای دې ټولو هغو کسانو ته بری ورکړي چې په دې لاره کې همکاري کوي».





