د جرمني‌ د پارلمان مشره: د ایران خلک غواړي چې ازاد ژوند وکړي

د جرمني د فدرالي پارلمان رییسې جولیا کلوکنر پر خپل انسټاګرام د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې ایراني نارینه او ښځې «د خپل سیاسي مشرتابه پر ضد مظاهري کوي، دوی غواړي په ازاده توګه ژوند وکړي او دوی اساسي حقونه غواړي».