لاریون کوونکو په تهران کې یوه حکومتي‌ ودانۍ سوځولې ده

له تهران څخه په یوې خپره شوې تازه ویډیو کې ښکاري، چې لاریونوالو د تهران په سعادت‌اباد کې یوه حکومتي ودانۍ سوځولې ده. عیني شاهدانو ویلي، چې د یادې حکومتي ودانۍ کار کوونکي تښتېدلي دي.