د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایران کې د لاریونکوونکو وژنه وغندله

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوت کوپر په ایران کې د لاریونکوونکو وژنه غندلې او له ایراني چارواکو یې غوښتې چې د خلکو بنسټیزو حقونو ته باید درناوی وکړي او هغوی ته باید د سوله‌ییزو لاریونونو اجازه ورکړل شي.