کاناډا د ایران لاریونو کوونکو پر وړاندې تاتریخوال په کلکه وغنده

د کاناډا لومړي وزیر مارک کرني د ایران د رژیم لخوا د خپل خلکو پر وړاندې د تاوتریخوالي، بې‌ځايه نیونو او محدودونکي چلندونه د اندېښنې وړ بللي او د لاریونوالو د وژنې غندنه یې کړې ده.

کرني په ایکس پوسټ کې ویلي، «کاناډا د لاریونوالو د وژنې سخت غندنه کوي او ایران ته سپارښتنه کوي چې خلکو ته د بیان د ازادۍ او د سوله‌ییزې راټولېدنې اجازه ورکړي، پرته له دې چې د دې حق کارولو له امله وېرې یا جزا وویني.»