شهزاده رضا پهلوي د جمعې ماښام په یوه پیغام کې، چې پر خپل اېکس حساب یې خپور کړی، ویلي چې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو بیا ځل او پراخ لاریونونه د اسلامي جمهوریت د مشر «ګواښونو ته غاښماتوونکی ځواب» و.
هغه ویلي: «ستاسو زړورتیا او ټینګ دریځ د نړۍ د خلکو درناوی راپارولی دی»، او زیاته کړې یې ده چې د خلکو وروستیو لاریونونو د اسلامي جمهوریت مشر سخت وارخطا کړی دی.
رضا پهلوي ټینګار کړی چې که ولس خپل لاریونونه لا هدفمند کړي او په ورته وخت کې د حکومت مالي شریانونه پرې کړي، نو «اسلامي جمهوریت او د هغه زړې او کمزورې د ځپنې دستګاه به بشپړه ختمه شي».
نوموړي د اقتصاد د مهمو برخو، په ځانګړي ډول د ترانسپورت، نفت، ګاز او انرژۍ له کارکوونکو وغوښتل چې د سراسري اعتصاب لړۍ پيل کړي.
هغه همداراز له خلکو وغوښتل چې د شنبې او یکشنبې په ورځو (د دی میاشتې ۲۰ او ۲۱مه)، هره ورځ د ماښام له شپږو بجو وروسته، له ملي بیرغونو او نښانو سره سړکونو ته ووځي او عامه فضاوې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د هغه په وینا: «زموږ هدف نور یوازې سړک ته راوتل نه دي، بلکې د ښارونو د مرکزي سیمو نیول او ساتل دي».
رضا پهلوي خلکو ته سپارښتنه کړې چې له بېلابېلو لارو د ښارونو مرکزي سیمو ته حرکت وکړي، جلا جلا ډلې سره ونښلوي او له همدې اوس څخه په سړکونو کې د پاتې کېدو لپاره لازم چمتووالی ونیسي.
نوموړي امنیتي او پوځي ځواکونو ته هم پیغام ورکړی او ویلي یې دي چې هغه ځواکونه چې د «ملي همکارۍ پلاټفورم» سره یو ځای شوي، باید د حکومت د ځپنې ماشین لا ورو او فلج کړي، څو په ټاکلې ورځ دا سیستم په بشپړ ډول له کاره وغورځول شي.
رضا پهلوي په پای کې ویلي چې دی هم هېواد ته د ستنېدو په چمتووالي بوخت دی، څو د «ملي انقلاب د بریا» پر مهال د ایران د خلکو ترڅنګ واوسي. د هغه په خبره، «د بریا ورځ ډېره نږدې ده».