د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې د ټولو نیول شویو لاریون کوونکو د ازادۍ غوښتنه وکړه

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا وان ډرلاین ویلي، تهران او نړۍ پّ نورو ښارونو کې د ایران د خلکو غږ اوریدل کیږي. هغې زیاته کړې: «اروپا په بشپړه توګه د دوی تر څنګ ولاړه ده». هغې زیاته کړې: «موږ د دې مشروع لاریونونو پر وړاندې تاوتریخوالی غندو».

وان ډرلاین د ټولو نیول شویو لاریون کوونکو د ازادۍ غوښتنه وکړه.

همدا راز هغې انټرنېټ ته د بیرته لاسرسي او بنسټیزو حقونو ته د احترام غوښتنه وکړه.