سناتور ریک سکاټ: د ایران رژیم باید پوه شي چې نړۍ یې څاري

جمهوري‌پال امریکايي سناتور ریک سکاټ د ایران د روانو لاریونونو په تړاو د تهران پر واکمن رژیم نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې امریکا د ازادۍ غوښتونکو ایراني وګړو ترڅنګ ولاړه ده.