شاه محمود میاخېل: د ګاونډیو وضعیت د افغانستان او سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل د ایران لاریونونو ته په غبرګون کې ویلي، د ګاونډیانو ښه او بد حالت په افغانستان او سیمه مستقیم مثبت او منفي اغېز لري.