په اهواز کې ښځینه لاریونوالو د «دا وروستۍ جګړه ده، پهلوي بېرته راګرځي» شعارونه ورکړل

د ایران له اهواز ښار څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې ګڼ شمېر ښځې لارو او سړکونو ته راوتلي او د «دا وروستۍ جګړه ده، پهلوي بېرته راګرځي» شعارونه ورکوي.

د ایران له اهواز ښار څخه په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې ګڼ شمېر ښځې لارو او سړکونو ته راوتلي او د «دا وروستۍ جګړه ده، پهلوي بېرته راګرځي» شعارونه ورکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر په یوې همغږۍ غونډه کې وویل، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه د دوی د ټولو ادارو ګډ مسوولیت دی. سره له دې چې طالبان وايي، د کوکنارو کرکېله صفر ته رسېدلې، خو ایران بیا د طالبانو دغه ادعا نهمني.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر په دې غونډه کې یو ځل بیا د نشهیي توکو کښت، قاچاق، استعمال، پېر او پلور له شرعي پلوه حرام وباله او زیاته یې کړه، چې د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه یوازې د دوی د کورنیو چارو وزارت مسوولیت نهدی، بلکې ټولې ادارې ګډ مسوولیت لري.
یاد معینیت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې غونډې ګډونوالو همداراز په دې برخه کې د ګډې همکارۍ، د بدیل معیشت پراختیا، عامه پوهاوي، د سرحدونو له لارې د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوي، معتادینو ته د کار زمینې برابرولو، د حرفوي زدهکړو د اسانتیاوو رامنځته کولو او په پوهنتونونو، جوماتونو او ښوونځیو کې د عامه پوهاوي پر ارزښت ټینګار وکړ.
په داسې حال کې چې طالبان وايي، په افغانستان کې د نشهیي توکو کښت او تولید صفر ته رسیدلی او ملګرو ملتونو هم د نومبر په پنځمه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې پر نشهيي توکو د طالبانو بندیز د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی، خو ایران بیا په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو په کرکېله کې د کمښت هېڅ نښې نښانې نهویني او د دوی د تېر کال د معلوماتو لهمخې، له دې اړخه د افغان بزګرانو عاید درې برابره شوی دی.

والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پر ایران د احتمالي برید د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې پر ایران د احتمالي بریدونو په اړه د «لوی هوايي برید» په اړه هم خبرې شوې دي.
دا اقدام کولی شي، چې د امریکا د ولسمشر هغه ژمنه پوره کړي چې که ایران پر لاریون کوونکو برید وکړي، نو امریکا به هم د ایرانیانو ملاتړ ته ور ودانګي.
والسټریټ ژورنال ته یوه بل امریکايي چارواکي ویلي: «تر اوسه د اقداماتو د عملي کولو په اړه اتفاق نهدی شوی او پر ایران د برید لپاره کوم نظامي تجهیزات او ځواکونه هم چمتو شوي نه دي».
په راپور کې ویل شوي، چې دا خبرې لا هم په مقدماتي پړاو کې دي.
همدارنګه سرچینو ویلي، چې د برید په تړاو تر اوسه کومه نښه نشته».

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، طالبانو په کندوز کې د ناظره رشیدي په نوم یوه سیمهییزه خبریاله نیولې او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولې ده. امسو وايي، دغه خبریاله د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ د طالبانو لهخوا نیول شوې او لا تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.
امسو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه چاره غندلې او له طالبانو یې غوښتي، چې ناظره رشیدي ژر تر ژره له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي. دغه سازمان همداراز له طالبانو غوښتي، چې د هغې د نیول کېدو قانوني دلایل روښانه او د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب او بنسټیزو حقونو درناوی تضمین کړي.
د امسو د معلوماتو لهمخې، ناظره رشیدي د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او د کورنۍ د غړو په وینا یې هغه بېګناه ده او هېڅ ډول ناقانونه فعالیت نهلري، خو له دې سره سره لا هم له تېرو څلورو ورځو راهیسې په توقیف کې ساتل کېږي.
امسو د بیان د ازادۍ پر ملاتړو او د بشري حقونو پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې دا قضیه په جدي ډول وڅاري او د ښځینه خبریالانو د دوامداره نیونو او ځورونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د خبریالانو نیول، ګواښل او غليکول د بیان ازادۍ ښکاره سرغړونه ده او باید سملاسي پای ته ورسېږي.
طالبان: په افغانستان کې هېڅ خبریال بندي نهدی او د رسنیو ازادي تامین ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره میاشت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې وه، چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ خبریال په بند کې نهدی، خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونو بیا ویلي چې اوسمهال لږ تر لږه نږدې ۱۰ خبریالان بنديان دي او افغانستان د سانسور او ځپنې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رييس مطیعالحق خالص له یوې موسسې سره د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال وویل، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچې لوړول ملي دنده ده. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې په چاپیریالي ککړتیا کې دومره ونډه نهلري، خو تر ډېرو اغېزمن دی.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیعالحق خالص له «EPTDO» موسسې سره د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکاریو د یوې هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي: «د چاپېریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د پوهاوي کچې لوړول او د ټولنو پیاوړتیا خپله ملي دنده ګڼي».
مطیعالحق خالص زیاته کړه، د چاپېریال ساتنې ملي اداره ژمنه ده چې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د ښه والي په موخه د ملي او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ د اغېزناکو چاپېریالي پروژو د جلب او تطبیق هڅې لا پسې پراخې کړي.
دغې ادارې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې پروژې پیسې د UNDP له لوري ورکول کېږي او موخې یې هم له اقلیمي بدلون سره د سازښت، چاپېریالي ګواښونو په تړاو د خلکو او ټولنو د پوهاوي کچې او ظرفیت لوړول او همداراز د اړوندو معلوماتو او ارقامو راټولول دي.
دا پروژه به د شپږو میاشتو په موده کې د بدخشان ولایت د ارګو او کشم ولسوالیو په حافظ مغول، ګندم قول او سرای مشهد کلیو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر مستقیم نظارت لاندې عملي شي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې په ټينګار سره ویلي، د دې پروژې د تطبیق بهیر به په جدي توګه وڅاري، څو یاده پروژه په سمه، اغېزناکه او هدفمنده توګه عملي شي او واقعي ګټه یې خلکو ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقلیم بدلون په برخه کې کابو هېڅ ونډه نهلري، خو تر نورو ډېر زیانمن هېواد بلل کېږي او د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له دغې ادارې سره کېدونکې ټولې مرستې ځنډول شوې دي.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د اسلاماباد پولیسو څلور افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي او له دې ډلې یې یو په زور افغانستان ته ډیپورټ کړی دی.
یاد سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغان خبریالانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو چلند غندلی او د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او جبري ستنولو د لړۍ درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د نیول شویو خبریالانو هویت نهدی څرګند کړی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند، پر هغوی سخت فشار او ناقانونه نیونو د بیان ازادۍ خوندیتوب ته ډېر ګواښ پېښ کړی دی.
امسو د پاکستان له حکومت او اړوندو امنیتي ادارو څخه غوښتنه کړې، چې نیول شوي خبریالان او د رسنیو کارکوونکي کې دې ژر تر ژره خوشې او له یوه بحراني وضعیت څخه د راکډه شویو خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته د انساني کرامت په پار درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په تېر یوه کال کې ۲۰ افغان خبریالان په زور افغانستان ته ستانه کړې دي.
