د مولدووا ولسمشرې د ایران له لاریونونو خپل ملاتړ اعلان کړ

د اروپایي هېواد مولدووا ولسمشرې مایا ساندود ایران د خلکو له لاریونونو خپل ملاتړ اعلان کړی. هغې پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې هېواد یې د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ دی او له هغوی ملاتړ کوي.

مېرمن ساندو زیاته کړې د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره د ایران د خلکو اراده او ټينګ هوډ د هېواد له پولو هاخوا خپور شوی دی.