د تهران په اکباتان ښارګوتي کې لاریونوال «مرګ پر خامنهيي» شعارونه ورکوي

د تهران له اکباتان ښارګوټي څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې لېدل کېږي، چې ګڼ لاریونوال د شپې تر ناوخته لاریونونه کوي او «مرګ پر خامنهيي» شعارونه ورکوي.

د تهران له اکباتان ښارګوټي څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې لېدل کېږي، چې ګڼ لاریونوال د شپې تر ناوخته لاریونونه کوي او «مرګ پر خامنهيي» شعارونه ورکوي.

په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د ګراف په لوړېدو سره ډېری ځوانان هڅې کوي، چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره په ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي. طالبانو تازه د هغو ۵۰۷ کسانو له نیولو خبر ورکړی، چې غوښتل یې په قاچاقي توګه ایران ته واوړي.
د هېواد په لوېدیځ کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې قول اردو د لسمې لوا منسوبینو هغه ۵۰۷ کسان نیولي، چې غوښتل یې د سرحدي فرعي لارو له لارې په ناقانونه ډول ایران ته داخل شي.
دغې قول اردو د هغو سیمو په تړاو معلومات نهدي ورکړي، چې یاد کسان پهکې نیول شوي، خو له ایران سره نیمروز، فراه او هرات ولایتونه ګډه پوله لري.
سره له دې چې په ایران کې له شاوخوا دوو اونیو راهیسې دولت ضد اعتراضونه روان دي، خو لا هم یو شمېر افغان ځوانان په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله هڅې کوي په قاچاقي او خونړیو لارو ایران ته لاړ شي.
د یادونې وړ ده، چې ایران په تېر زېږیز کال کې شاوخوا ۱ میلیون افغان کډوال په جبري توګه اېستلي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د افغانستان د غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو ټولنې مسوولین وايي، د غالیو یوه افغاني شرکت د ترکیې د استانبول په دوموټېکس نړۍوال نندارتون کې د کلاسیک ډيزاین په برخه کې لومړی مقام خپل کړ. په دې نندارتون کې ۱۹ هېوادونو ګډون درلود.
مسوولین وايي، دغه غالۍ د صدیق قریشي د غالیو د تولیدي شرکت له لوري په جوزجان ولایت کې اوبدل شوې او د کلاسیک ډيزان په برخه کې د لومړي مقام ګټل یې یوه ستره لاسته راوړنه ده او په وینا یې، دا به په نړۍوالو بازارونو کې د افغاني غالیو ارزښت لاپسې لوړ کړي.
دغه دوه ورځنی نندراتون چې د ترکیې په استانبول کې پرانېستل شوی و، د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) پای ته ورسېده او له افغانستان څخه پهکې د غالیو اړوند شپږو شرکتونو ګډون کړی وو او همداراز دا دویم ځل دی، چې د افغانستان د غالیو شرکتونو د استانبول په دوموټېکس نړۍوال نندارتون کې ګډون کوي.
د یادونې وړ ده، چې غالۍ د افغانستان یو له مهمو صادراتي توکو ګڼل کېږي او هر کال د میلیونونو ډالرو په ارزښت غالۍ نورو هېوادونو ته صادروي او د افغاني غالۍ د ښه کیفیت او ډیزاین له امله نړۍوال شهرت او همداراز ګڼ مینه وال لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر په یوې همغږۍ غونډه کې وویل، د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه د دوی د ټولو ادارو ګډ مسوولیت دی. سره له دې چې طالبان وايي، د کوکنارو کرکېله صفر ته رسېدلې، خو ایران بیا د طالبانو دغه ادعا نهمني.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر په دې غونډه کې یو ځل بیا د نشهیي توکو کښت، قاچاق، استعمال، پېر او پلور له شرعي پلوه حرام وباله او زیاته یې کړه، چې د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه یوازې د دوی د کورنیو چارو وزارت مسوولیت نهدی، بلکې ټولې ادارې ګډ مسوولیت لري.
یاد معینیت د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې غونډې ګډونوالو همداراز په دې برخه کې د ګډې همکارۍ، د بدیل معیشت پراختیا، عامه پوهاوي، د سرحدونو له لارې د نشهیي توکو د قاچاق مخنیوي، معتادینو ته د کار زمینې برابرولو، د حرفوي زدهکړو د اسانتیاوو رامنځته کولو او په پوهنتونونو، جوماتونو او ښوونځیو کې د عامه پوهاوي پر ارزښت ټینګار وکړ.
په داسې حال کې چې طالبان وايي، په افغانستان کې د نشهیي توکو کښت او تولید صفر ته رسیدلی او ملګرو ملتونو هم د نومبر په پنځمه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې په افغانستان کې پر نشهيي توکو د طالبانو بندیز د کوکنارو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی، خو ایران بیا په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې د نشهيي توکو په کرکېله کې د کمښت هېڅ نښې نښانې نهویني او د دوی د تېر کال د معلوماتو لهمخې، له دې اړخه د افغان بزګرانو عاید درې برابره شوی دی.

والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پر ایران د احتمالي برید د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې پر ایران د احتمالي بریدونو په اړه د «لوی هوايي برید» په اړه هم خبرې شوې دي.
دا اقدام کولی شي، چې د امریکا د ولسمشر هغه ژمنه پوره کړي چې که ایران پر لاریون کوونکو برید وکړي، نو امریکا به هم د ایرانیانو ملاتړ ته ور ودانګي.
والسټریټ ژورنال ته یوه بل امریکايي چارواکي ویلي: «تر اوسه د اقداماتو د عملي کولو په اړه اتفاق نهدی شوی او پر ایران د برید لپاره کوم نظامي تجهیزات او ځواکونه هم چمتو شوي نه دي».
په راپور کې ویل شوي، چې دا خبرې لا هم په مقدماتي پړاو کې دي.
همدارنګه سرچینو ویلي، چې د برید په تړاو تر اوسه کومه نښه نشته».

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان «امسو» وايي، طالبانو په کندوز کې د ناظره رشیدي په نوم یوه سیمهییزه خبریاله نیولې او ناڅرګند ځای ته یې لېږدولې ده. امسو وايي، دغه خبریاله د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ د طالبانو لهخوا نیول شوې او لا تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نشته.
امسو د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو دغه چاره غندلې او له طالبانو یې غوښتي، چې ناظره رشیدي ژر تر ژره له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي. دغه سازمان همداراز له طالبانو غوښتي، چې د هغې د نیول کېدو قانوني دلایل روښانه او د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب او بنسټیزو حقونو درناوی تضمین کړي.
د امسو د معلوماتو لهمخې، ناظره رشیدي د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او د کورنۍ د غړو په وینا یې هغه بېګناه ده او هېڅ ډول ناقانونه فعالیت نهلري، خو له دې سره سره لا هم له تېرو څلورو ورځو راهیسې په توقیف کې ساتل کېږي.
امسو د بیان د ازادۍ پر ملاتړو او د بشري حقونو پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې دا قضیه په جدي ډول وڅاري او د ښځینه خبریالانو د دوامداره نیونو او ځورونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د خبریالانو نیول، ګواښل او غليکول د بیان ازادۍ ښکاره سرغړونه ده او باید سملاسي پای ته ورسېږي.
طالبان: په افغانستان کې هېڅ خبریال بندي نهدی او د رسنیو ازادي تامین ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره میاشت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې وه، چې دا مهال په افغانستان کې هېڅ خبریال په بند کې نهدی، خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونو بیا ویلي چې اوسمهال لږ تر لږه نږدې ۱۰ خبریالان بنديان دي او افغانستان د سانسور او ځپنې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.
