لېنډسي ګراهام: د ایران ولس د تلپاتې ازادۍ حق لري

د امریکا سناتور لېنډسي ګراهام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د ایران خلک باید سمدستي او د تل لپاره ازادي ولري.

د امریکا سناتور لېنډسي ګراهام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د ایران خلک باید سمدستي او د تل لپاره ازادي ولري.
ګراهام په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي، «لکه د تل په څېر، ښاغلی ولسمشره! تاسې سل په سلو کې پر حق یاست.» هغه زیاته کړې چې د اوږدې مودې راهیسې ځورېدلی ایرانی ولس د ازادۍ مستحق دی.
سناتور ګراهام د ایران د واکمن نظام پر ضد هم توندې څرګندونې کړي او په خپل پیغام کې یې ویلي، «ایران باید یو ځل بیا د خلکو لپاره ځواکمن او سوکاله هېواد شي.»


نیویارک ټایمز د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام بېلابېلې لارې ارزوي، خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکایي چارواکو ویلي، ټرمپ د ایران د واکمن نظام پر ضد د پوځي برید امکان په جدي ډول د خلکو د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې تر بحث لاندې نیولی دی.
د امریکایي لوړپوړو چارواکو په وینا، ټرمپ ته وړاندې شوي ځینې هغه انتخابونه، چې د ایران په اړه دي، په مستقیم ډول د هغو امنیتي بنسټونو ځینې برخې په نښه کوي، چې د لاریون کوونکو د ځپلو لپاره زور کاروي.
په ورته وخت کې، دغو چارواکو خبرداری ورکړی، چې هر ډول پوځي برید باید برعکس پایله ور نه کړي، داسې نه چې د ایران ولس افکار د واکمن حکومت په ګټه راوپاروي، یا داسې غچ اخیستونکي بریدونه پیل شي چې په سیمه کې د امریکایي پوځيانو او ډیپلوماټانو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
په راپور کې د امریکا د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي له قوله ویل شوي، چې سیمهییز قومندانان د هر ډول احتمالي برید تر مخه زیات وخت ته اړتیا لري، څو د امریکا پوځي دریځونه پیاوړي او د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو پر وړاندې دفاعي چمتووالی بشپړ کړي.
د امریکایي چارواکو په خبره، هر ډول پوځي اقدام باید د ټرمپ د هغې ژمنې ترمنځ توازن وساتي، چې غواړي د ایران واکمن حکومت ته سزا ورکړي، او د دې هڅې ترمنځ چې وضعیت لا پسې خراب نه شي.

شاهزاده رضا پهلوي وایي، د ایران واکمن نظام د خلکو د پراخو لاریونونو د مهارولو لپاره د ځواک له سخت کمښت سره مخ دی او د امنیتي بنسټونو ګڼ غړي د خلکو پر ضد د زور کارولو له امرونو سرغړونه کوي.
رضا پهلوي په یوه پیغام کې، چې د ایران خلکو ته یې ور استولی، له ټولو غوښتي چې د یکشنبې په ورځ د مازیګر په شپږو بجو په ډلهییز ډول سړکونو ته ووځي.
هغه په خپل پیغام کې ویلي: «زما هېوادوالو! تاسو د ایران په ګوټ ګوټ کې په پراخ او زړور حضور سره، د پرلهپسې درېیمې شپې لپاره د خامنهيي د ځپونکي ماشین او د هغه د واکمن نظام بنسټونه لا کمزوري کړي دي.»
رضا پهلوي ټینګار کړی، د باور وړ راپورونه ورته رسېدلي چې ښيي، اسلامي جمهوریت د خلکو د میلیوني ګڼهګوڼې پر وړاندې د درېدو لپاره د ځواک سخت کمښت لري. د هغه په وینا، تر دې دمه د وسلهوالو او امنیتي ځواکونو ګڼ غړي یا له خپلو دندو وتلي او یا یې د خلکو د ځپلو له امرونو انکار کړی دی.
هغه د ایران خلکو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو یوازې نه یاست، نړۍ ستاسو د ملي پاڅون ترڅنګ ولاړه ده.»

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وایي، د اوکراین پر وړاندې د روسیې د یرغل ملاتړ او د ایراني وګړو ځورونه د تهران د یوې داسې تګلارې برخه دي چې د تاوتریخوالي او انساني کرامت د نهدرناوي پر بنسټ ولاړه ده.
اندري سیبیها پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ایرانیان حق لري چې بنسټیز مدني حقونه یې خوندي وي چې پکې مالوماتو ته لاسرسی او د سولهییزو غونډو ازادي هم شامله ده. د هغه په وینا، ایراني وګړي باید له وېرې پرته یو عادي ژوند ولري، داسې ژوند چې ازادي، خونديتوب او سوکالي پکې وي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، هېواد یې د واکمنۍ له سختو بڼو تېر شوی، د زور پر وړاندې یې ولسي اعتراضونه کړي او خپلې ولسواکې پرېکړې یې ساتلې دي، له همدې امله اوکراین مدني حقونو ته لوړ ارزښت ورکوي.
هغه ټینګار کړی چې د همدې تجربې له مخې، د ایران له چارواکو غواړي د لاریون کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.
سیبیها همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ایران پر واکمن نظام فشارونه لا زیات کړي، ځکه د هغه په وینا، تهران هم پر خپل ولس تاوتریخوالی کوي او هم د روسیې د هغه جګړې ملاتړ کوي چې اوکراین یې «جرمي جګړه» بولي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د شنبې په ورځ د (مرغومې ۲۰مه) اعلان وکړ چې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې یې د داعش پر څو هدفونو پراخ بریدونه ترسره کړي دي. دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې په سوریه کې دوه امریکايي سرتېري او یو ژباړن ووژل شول.
دا له ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۱۹مې راهیسې په سوریه کې د داعش پر اهدافو د امریکا دویم برید بلل کېږي. سنټکام ویلي چې دغه بریدونه د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د ژمنې یوه برخه ده. د دې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم جزییات نه دي خپاره شوي.
سنټکام په خپله اعلامیه کې لیکلي: «که زموږ جنګیالیو ته زیان ورسوئ، موږ به مو د نړۍ په هر ګوټ کې ومومو او به مو وژنو، مهمه نه ده چې د عدالت څخه د تښتېدو لپاره څومره هڅه وکړئ». د یاد قوماندانۍ په وینا، دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شوي چې د سوریې د پالمیرا په سیمه کې د داعش لهخوا پر امریکايي او سوري ځواکونو د خونړي برید په غبرګون کې شوي دي.
هممهاله له دې بریدونو سره، د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک وویل چې هغه په دمشق کې د سوریې له نوې رهبرۍ سره لیدلي دي، څو د دې هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړي. هغه وویل: «نن د امریکا د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر په استازیتوب، ما په دمشق کې د سوریې له ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او د هغوی د ټیم له غړو سره لیدنه وکړه».
د هغه په وینا، دا خبرې اترې د «حلب وروستیو بدلونونو او د سوریې د تاریخي لېږد پراخ مسیر» باندې متمرکزې وې. نوموړي یو ځل بیا د سوریې له نوې رهبرۍ څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ.

د افغانستان د اس ځغلونې فدراسیون اعلان کړی، چې د «وحدت جام» د اس ځغلونې سیالۍ په هرات کې ترسره شوې. دغو سیالیو لپاره۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټنونه غوره شوي وو.له دې سره هممهاله په کندهار کې هم ورته سیالۍ د غوره لوبغاړو په غوراوي سره پای ته ورسېدې.
د هرات سیالۍ د «یورغه» په څانګه کې ترسره شوې او د اس ځغلونې فدراسیون په وینا، په ۱۲۰۰ مترو سیالۍ کې فېروز احمد سبحاني لومړی مقام وګاټه او همداراز عبدالحق توپان، مسعود کرُخ او میرویس بارکزي په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم مقامونه وګټل.
په ۸۰۰ مترو سیالۍ کې معروف اسلامي لومړی مقام، فدا محمد تیموري، غلام یحیی او قاسم یلاني په ترتیب سره دویم، درېیم او څلورم ځایونه خپل کړل.
د اس ځغلونې فدراسیون د مسوولینو په وینا، د دې سیالیو دوام به په راتلونکې اوونۍ ترسره شي او په دواړو واټنونو (۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره) کې به غوره لوبغاړي د ملي لوبډلې د غوراوي پړاو ته لاره ومومي.
له دې سره سم، په کندهار کې هم ورته سیالۍ په عینو مېنه کې ترسره شوې او په پایله کې یې فضلالباري لومړی مقام، محمد عوض دویم او اقا شیرین درېیم مقامونه خپل کړل.