د امریکا د استازو د خونې بهرنیو چارو کمېټه: د ایران اسلامي رژیم د خپل ولس ملاتړ نه لري

د امریکا د کانګرېس د استازو د خونې د بهرنیو چارو د کمېټې اکثریت ډلې ویلي، چې د تهران اسلامي رژیم د خپلو خلکو ملاتړ نه لري او ایرانيان د ازادۍ غوښتونکي دي.

د بهرنیو چارو کمېټې د رسمي ایکس پوسټ له مخې، چې د ایران شاهي بېرغ هم ورسره پورته شوی، ټینګار کړی چې د ایران خلک د خپلې ټولنې او فردي حقونو د خوندي کولو لپاره د ازادۍ غوښتنه کوي او اوسنی رژیم د دوی ملاتړ نه لري.