اروپايي پارلمان کې د جرمني استازې: سپاه پاسداران باید د ترهګرو ډلو نوملړ کې شامله شي

د اروپا په پارلمان کې د جرمني استازې او له ایران سره د اړیکو د پلاوي مشرې هانا نویمان، غوښتنه کړې چې د ایران سپاه پاسداران اداره دې د ترهګرو ډلو په رسمي نوملړ کې شامل شي.

نوموړې همدارنګه پر ایران د هدفمندو بندیزونو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې اروپايي هېوادونه باید ایران ته د ایراني پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر ودروي.