طالبانو په سنګین کې د تاریاکو د پروسس یوه کارخونه ویجاړه کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هلمند ولایت امنیه قومانداني وایي، په سنګین ولسوالۍ کې یې د نشه‌يي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده. یاده قومانداني وايي، چې له دې کارخونې څخه شپږ زره لیټره د تاریاکو اړوند اوبلن توکي او نور وسایل ترلاسه شوي دي.