اوکراین او روسیې په ابوظهبۍ کې د امریکا په منځګړتوب د سولې خبرې پیل کړې

د اوکراین او روسیې مرکچیانود چارشنبې په ورځ په ابوظبهۍ کې د متحده ایالاتو په منځګړتوب خپلې دوه ورځنۍ خبرې اترې پیل کړې. د اوکراین مذاکراتي استازی رستم عمروف وايي خبرې په درې اړخیزه بڼه پیل شوې او وروسته به ځانګړو موضوعاتو ته جلا ګروپونو کې ادامه ورکړل شي او بیا به ګډې غونډې وشي.