په تیرا کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یو افسر خپلې ډرون څرخکې وژلی

د خیبر پښتونخوا ایالت د تیرا په ماما نري سیمه کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو یو افسر د ډرون څرخکې د توغندي د چاودېدو له امله مړ شوی او یو بل سرتېری ټپي دی. پاکستاني ځواکونو په دې وروستیو کې د وسله والو خلاف د ډرون څرخکو استعمال ډېر کړی.