د سالنګ لویه لار یوځل بیا د واورې او توپان له امله تړل شوې

د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، د واورې ورېدو، توپان او د لید ساحې محدودېدو له امله د سالنګ لویه لار د ټولو وسایطو پرمخ تړل شوې ده. د یاد وزارت په وینا، د سالنګونو د حفظ او مراقبت ریاست کارکوونکي وسایط تخلیه کوي او د شرایطو له ښه کېدو سره سم به د واورې پاکولو عملیات پیل شي.