په فراه کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله د یوې کورنۍ ۲ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي

د فراه ولایت په فراه‌رود کې د طالبانو ولسوال محمد صادق د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې د ګورزنګ په سیمه کې د باران له اورېدو وروسته د یوه کور دېوال نړېدلی، چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه نور ټپیان دي.