
پنجشېر او جوزجان کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې پنځه تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان دي
سیمهییز طالب چارواکي وایي، چې په پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

سیمهییز طالب چارواکي وایي، چې په پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو یو وار بیا د یمن په حدیده بندر بریدونه پیل کړي دي. د راپور له مخې؛ دغه برید وروسته له هغه کېږي، چې د اسراییل پوځ له راس عیسی، حدیده او الصلیف سیمو څخه د خلکو د وتلو امر کړی و.

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د کابل د ۱۵مې ناحیې په قصبه سیمه کې پر یوه کور د طالبانو د تېرې شپې عملیاتو ویډیوګانې او تبلیغاتي خبرونو ته په اشارې سره وایي، چې دا د طالبانو لهخوا جوړه شوې ډارمه ده.

د ټرمپ ادارې لهخوا د کډوالۍ سیاستونو سختولو وروسته، لاریونونه د ټېکزاس ایالت ډالاس او اسټین ښارونو ته هم وغځېدل.

د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال سخاء الله سعيد په مشرۍ یو دوه کسيز پلاوی د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسيون کازان ښار ته په رسمي سفر ولاړ.

ډونالډ ټرمپ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو لوړپوړي ټیم سره د ایران اټومي ناورین او د غزې جګړې لپاره د امریکا د ستراتېژۍ په اړه په ډیویډ پوځي کمپ کې یوه ستراتېژیکه ناسته کړې ده.

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۲۲۷ ته لوړ شو. دغه شمېره په غزه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې د یوه خبریال له وژل کېدو سره لوړه شوه.

د امریکا سترې محکمې منلې، چې د يوه امريکايي پخواني سرتېري ونسټن هېنسلي قضیه اوري. هېنسلي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د يوه قراردادي شرکت د بې غورۍ له امله سخت ټپي شوی دی.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام غوراوي لوبه کې نن شپه د سوریې لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن شپه د کابل په وخت ۹:۴۵ د سعودي عربستان په کوربهتوب پیلېږي.

پنټاګون وایي، چې ټرمپ لاس انجلس ته د ملي ګارډ ۲زره اضافي ځواکونه لېږي. تر دې وړاندې د کلیفورنیا والي ګوېن نیوسام ویلي و، خبر شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاس انجلس ته د ملي ګارډ دوه زره نور ځواکونه لېږي.

لږ تر لږه ۶۰ د افغانستان د بشري حقونو او مدني ټولنو سازمانونو په یوه پرانیستي لیک کې د هالنډ له حکومته غوښتي، چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي ډیپلوماټیک ماموریت لغوه کړي.

د امریکا د متحدهایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د سټارلېنک انټرنېټي خدمتونه به په سپینه ماڼۍ کې دوام ولري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د سټارلېنک او ټېسلا شرکتونو د مشر اېلان ماسک او ټرمپ ترمنځ اړیکې پیکه شوې دي.

د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بزرګزاده وایي، چې له افغانستان سره د هلمند د اوبو د حقابې په تړاو روانې خبرې تر اوسه د پام وړ پایله نه لري او له افغانستانه ایران ته د اوبو جریان له ټاکل شوې کچې ښکته پاتې شوی دی.

د امریکا فدرالي څارنوالانو یو روسيالاصله کس تورن کړی، چې له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتې پیسې یې د بندیزونو لاندې روسي ادارو لپاره سپینولې او له صادراتي مقرراتو سره په مخالفت کې یې محرم ټکنالوژي روسیې ته لېږدولې ده.

اوکرایني چارواکي وايي، روسیې د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د نږدې ۵۰۰ بېپیلوټه الوتکو برید کړی چې دا د شپې لهخوا پر کېیف د مسکو تر ټولو لوی برید بلل کېږي. دا برید داسې مهال کېږي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرواترو تر اوسه هېڅ پایله نه ده ورکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وایي، له امریکا سره د اټومي خبرو بل پړاو ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په عمان کې ترسره شي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې د خبرو بل پړاو به د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي ۲۲مه ترسره شي.

د اټومي انرژۍ ادارې مشر رافېل ګروسي خبرداری ورکړی، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د برید په صورت کې به تهران دې ته وهڅول شي څو د اټومي وسلو جوړېدو ته مخه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د سرپرستۍ په اړه وویل، چې د ځینو سیاسي ملاحظاتو له امله د طالبانو حکومت د سرپرست وزیرانو له لوري اداره کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې هغه د موقتي کابینې د لاملونو په اړه وضاحت ورنهکړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کلفورنیا د والي ګیوېن نیوسوم د نیولو ملاتړ کړی دی. هغه دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي، چې نیوسوم لاس انجلس ته د ملي ګارډ ځواکونو له لېږلو سره مخالفت کړی او دا یې «ناقانونه» اقدام بللی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یواېناېچسيار) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له میاشتې د ۲۰۲۵ کال د مې تر پایه پورې له پاکستانه د شړل شویو افغانانو شمېر له ۱ میلیونه او ۵۵ زرو څخه اوښتی چې دا په وروستیو کلونو کې بېساری شمېر دی.

د افغانستان انټرنشنل معلومات ښيي، چې د بلاروس او پولنډ ترمنځ د برېست نومې سرحدي سیمه اوس د سلګونو بې برخلیکه افغان کډوالو لپاره په زندان بدل شوی دی. دغه کډوال چې ډېری یې ځوانان، ماشومان او ښځې دي، له سختو انساني ناورینونو سره مخ دي.