د هند د دفاع وزیر وايي، چې د سندور عملیات پای ته نه دي رسېدلي

د هند د دفاع وزیر راجه نات سېنګ پاکستان ته په اشارې سره ویلي، چې د سندور عملیات پای ته نه دي رسېدلي او «د فلم ننداره خو لا پاتې ده.» هغه زیاته کړه: «ټوله نړې په دې ښه پوهېږي، چې مونږ څنګه د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوړل.»
د هندي رسنې بهارت د راپور له مخې، د دغه هیواد د دفاع وزیر نات سېنګ په بهیج هوایي اډه کې د سرتېرو سره په خبرو کې وویل: «دا وړه خبره نه ده چې زمونږ هوایي ځواک د پاکستان هرې برخې ته لاسرسی لري.»
هغه پاکستان ته په اشارې سره په طنزیه انداز وویل: «دا خو یوازې د فلم سر و، د وخت په راتګ سره به ټول فلم درننداره کړم.»