د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل نړېوال جام ته لاره وموندله

AP ۱۴۰۳ غویی ۹

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د غوراوي په سیالیو کې خپله وروستۍ لوبه له قرغزستان څخه د ۵ ـ۳ وګټله او نړېوال جام ته یې لاره وموندله.

دا لوبه نن د یک شنبې په ورځ د (غوايي نهمه) په ټالینډ کې ترسره شوه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د قرغزستان د فوټسال لوبډلې په وړاندې قوي لوبه وکړه او له قرغزستان څخه یې لوبه د ۵ ـ ۳ په توپیر وګټله.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په دغه تاریخي لوبه کې امید قنبري، اکبر کاظمي، مهدي نوروزي د افغانستان لپاره یو یو ګول او مهران غلامي دوه ګولونه ووهل.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ