د پخواني حکومت کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو واکمني د هېواد قومي مخورو د ناکامۍ او ناکارۍ پایله وه. ښاغلي داودزي، چهارشنبه د غوايي په ۲۶مه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د یوه پخواني چارواکي په توګه د افغانستان له خلکو بښنه وغوښته.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، امريکا په هره بیه غواړي افغانستان کمزورى کړي او د کمزوري کولو لپاره یې له پاکستان څخه بل غوره هېواد نه شته.
د برېټانیې د کورنیو چارو وزیر د چهارشنبه په ورځ ویلي چې د رد شويو پناه غوښتونکو ډیرې ډلې د دې وړ دي چې له برېټانیا څخه روانډا ته و اېستل شي. د نوې پرېکړې له مخې به د افغانستان په څېر هېوادونو هغه پناه غوښتونکي چې د پناه غوښتنلیکونه یې مخکې رد شوي وو، روانډا ته استول کېږي.
یو تحقیقي بنسټ په دوبۍ کې د بېلابېلو هېوادونو د سلګونو اوسنیو او پخوانیو چارواکو او دولتي بنسټونو د شتمنیو لېست خپور کړی دی.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکړ. دغه سازمان وایي، چې سږکال یې په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې په خپلو روغتیایي مرکزونو کې د هغو نږدې پنځه زره ماشومانو درملنه کړې ده چې په شري ناروغۍ اخته و.
د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په غزني ولایت کې یې دوو تنو تورنو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
د افغانستان لپاره د دوحې د خبرو د درېیم پړاو په درشل کې، د سیمې او نړۍ بېلابېل چارواکي سره جرګه کېږي او د افغانستان په اړه پر لیدو کتو بوخت دي.
له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د ارتباط کمېسیون وايي، د تېر جمهوري حکومت د کونړ او غزني والي عبیدالله کلیمزی له دوی سره تر اړیکو وروسته بېرته کابل ته ستون شوی. په داسې حال کې چې د مخکني حکومت د ننګرهار د بهسودو ولسوال قوماندان غالب بېرته له افغانستانه پښې سپکې کړې.
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ د خپل ازبکستاني انډول عصمتالله اېرګاشف سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، یوازې له ایرانه تر دوو زرو زیات کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، په ايران کې مېشت ۲۶۲۱ افغان کډوال (د غویي په ۲۵مه) د هرات د اسلام کلا له لارې خپل هېواد ته راستانه شول.
د ایراني پوله ساتو ځواکونو یو قوماندان وايي، هغه څلور افغان قاچاق کوونکي یې د خراسان رضوي ولایت په تایباد کې نیولي چې په معدو کې یې د نشهيي توکو ۱۱۷ کڅوړې ځای پر ځای کړې وې.
د ایران د مرکزي بانک مرستیال محسن کریمي وایي، تهران او په کابل کې طالبان پر دې خبرې غور کوي چې د دوه اړخیزو راکړې ورکړې په برخه کې به امریکايي ډالر نور نه کاروي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینې وايي، چې تېره ورځ د پاکستاني او افغان پلاوي ترمنځ د «خرلاچي» لارې د خلاصون په اړه خبرې بې پایلې پایته ورسېدې. دغه سرچینه وایي، همدا تېره ورځ هم د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ په سیمه کې ډزې شوې دي.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ