د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو نن له یوې حکومتي غونډې وروسته په ډزو وویشتل شو. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یو کس هم نیول شوی دی.
په غزه کې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د اسرایيل په بريدونو کې ٨٢ فلسطينيان وژل شوي دي. اسراییلي پوځ په غزه کې خپل بریدونه زیات کړي او په رفح کې د اسراییل بریدونه لا هم دوام لري.
د چمن پرلتوال یاده جرګه له هغه وروسته رابولي، چې تېره ورځ یې د بلوچستان د ایالتي چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې. پرلتوال وايي، د چمن جرګه به د پرلت د راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړه وکړي.
د هند لومړي وزیر د پاکستان لوري ته په ازاد کشمیر کې لاریونونو او اعتراضونو ته په اشارې، پاکستان د خوراکي توکو او برېښنا د کمښت له امله هم وغانده او زیاته یې کړه، چې هغه نه پوهېده چې دوی د بنګړیو له کمښت سره هم مخامخ دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، په غزه کې اسراییل په ځمکني او هوايي بریدونو کې تر ۳۵ زره ډېر کسان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه وکیل وايي، چې خاور مانیکا غوښتل په عدت کې مېرمن بشرا ته رجوع وکړي. خاور مانیکا پر عمران خان او خپله پخوانۍ مېرمن تور لګولی چې د ده او بشرا د طلاق عدت یا ټاکلې نېټه پوره نه وه، چې عمران خان ورسره واده وکړ.
د اروپايي ټولنې شورا د سې شنبې په ورځ (د غویي ۲۵مه) ویلي؛ پرېکړه یې کړې، چې له روسیې څخه د ایران د نظامي ملاتړ، په منځني ختیځ او سور سمندرګي کې د فعالو وسله والو او همدا راز په اسراییل د ایران مستقیمو بریدونو له امله پر ایران بندیزونه پراخ کړي.
کرملین ماڼۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه بېجینګ ته ځي. دا د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بیا ټاکل کېدو وروسته د ښاغلي پوتین لومړنی بهرنی سفر دی.
د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزيرستان کې په يوه کور کې د چاودنې له امله لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي دي. ځایي خلکو ویلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې "ډرون برید" و.
د اوکراین په شمال ختیځو سرحدي سیمو کې د روسي پوځ د بریدونونو او پرمختګ سره هممهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن کیېف ته سفر وکړ. اوکراین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر موخه له کیېف سره د واشنګټن د پیوستون څرګندول دي، چې د روسیې بریدونه په شا وتمبول شي.
د چمن له پرلته له اوو میاشتو زیاته موده تېرېږي؛ خو د پاکستان تحریک طالبان ډلې په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د چمن پرلتوال په حقه دي او دغه ډله د دوی د روا حقونو په تر لاسه کولو کې ورسره ملګرې ده.
د اسراییل پوځ په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په یوه موټر برید کړی، چې له امله یې د غزې د جګړې پر مهال د ملګرو ملتونو لومړنی بهرنی کارکوونکی ووژل شو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش هم د دغې پېښې د "بشپړې څېړنې" غوښتنه کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، پاکستان او امریکا په دې باور دي چې د ټيټيپي، داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو سره ګډه مبارزه به په سیمه کې امنیت ټینګ او د ترهګریزو ګواښونو لمن به ورټوله کړي.
خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ