پاکستان وایي، له امریکا سره یې د ټيټيپي او داعش خراسان ډلو خلاف د مبارزې په اړه خبرې کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، پاکستان او امریکا په دې باور دي چې د ټيټيپي، داعش خراسان او نورو ترهګرو ډلو سره ګډه مبارزه به په سیمه کې امنیت ټینګ او د ترهګریزو ګواښونو لمن به ورټوله کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په هغه ناسته کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سید حیدر شاه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد د هڅو همغږې کوونکې الیزابت ریچارد ترمنځ په اسلام اباد کې وشوه پاکستاني چارواکو یو ځلې بیا ویلي، چې هېواد یې د ترهګرۍ قرباني شوی او په دې برخه کې نړۍوالو همکاریو په تېره بیا د امریکا مرستو ته اړتیا لري.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، پاکستان همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ظرفیتونو په لوړولو، د تجربو د تبادلې او د پلټنو د تګلارو د عملي کولو په مسلې ټينګار کړی.
خو تر اوسه امریکایي لوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
له هغه مهاله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي او په دې وروستیو کې یې چې له پاکستان سره اړیکې ترینګلې شوې دغه هېواد په وار، وار ویلي چې د پاکستاني طالبانو لوړپوړي غړي د افغانستان په خاوره کې اوسېږي او له هماغه ځایه پر پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي؛ خو طالبانو د دغو ادعاوو په ردولو سره بیا ویلي، چې پاکستان د دوی پر خلاف د داعش خراسان له ډلې سره مرسته کوي او افغانستان ته یې د ورانکاره کړنو لپاره استوي.