• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپورت

د فوټسال د ملتونو جام پایلوبه؛ افغانستان له برازیل سره مخ کېږي

د فوټسال د ملتونو جام پایلوبه؛ افغانستان له برازیل سره مخ کېږي

افغانستان د فوټسال د ملتونو جام ۲۰۲۶ سیالیو پایلوبې ته په رسېدو سره د اتلولۍ ګټلو ته یو ګام نږدې شوی او په وروستۍ لوبه کې به له برازیل سره مخ شي. افغان لوبډلې نیمه پایلوبه کې کېپ ورډ ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره موندلې ده.

په کابل کې د هاکي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

په کابل کې د هاکي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وایي، په کابل کې د بدني روزنې او سپورټ ریاست په ۵۰۰ کسیز تالار کې د کابل د هاکي ټاکنیزې سیالۍ د څلورو ورزشي کلپونو او پنځو ښوونځیو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې دي.

د بنګله دېش د ۱۹ کلنو لوبډلې په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د بنګله دېش د نولس کلنو کرېکټ لوبډلې افغان لوبډلې ته په لومړۍ لوبه کې د ۳۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان او بګله دېش د نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د څلورو یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ په عمان کې د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته ۳-۰ ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل په کوربه‌توب د شپږو هېوادونو ترمنځ سیالیو کې پیرو ته درې پر صفر ماتې ورکړه. افغان لوبډلې تر دې مخکې خپله لومړۍ لوبه له جاپان سره بې‌ګولونو مساوي کړې وه.

د بایسکل‌ځغلونې درې افغان لوبغاړو د بامیان، پروان او کابل ترمنځ ۴۰۰ کیلومتره سفر کړی

د بایسکل‌ځغلونې درې افغان لوبغاړو د بامیان، پروان او کابل ترمنځ ۴۰۰ کیلومتره سفر کړی

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وايي، د بایسکل‌ځغلونې د ملي لوبډلې درې لوبغاړو د بامیان، پروان او کابل ترمنځ شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره بایسکل‌ځغلونه کړې ده.

افغان ۱۹ کلنو لوبډله نن له بنګله‌دېش سره د څلور یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

افغان ۱۹ کلنو لوبډله نن له بنګله‌دېش سره د څلور یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم‌عمره کرېکټ لوبډله نن د عمان په مسقط ښار کې د بنګله‌دېش له سیالې لوبډلې سره د څلورو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې مخامخ کېږي. ټاکل شوې چې لوبه د افغانستان پر وخت د سهار په ۱۰ بجو پیل شي.

له جاپان سره تر مساوي لوبې وروسته؛ افغانستان په نیمه‌پایلوبه کې له پیرو سره لوبه کوي

له جاپان سره تر مساوي لوبې وروسته؛ افغانستان په نیمه‌پایلوبه کې له پیرو سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د شپږ‌ اړخیزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له جاپان سره لوبه مساوي پای ته ورسوله او په دې توګه د یوه امتیاز په ترلاسه کولو سره نیمه‌پایلوبې ته له لار موندنې یوازې څو ګامه لرې ده.

روسیې له افغانستان سره د جودو لوبې د ګډو لیګونو د جوړولو وړاندیز کړی

روسیې له افغانستان سره د جودو لوبې د ګډو لیګونو د جوړولو وړاندیز کړی

د روسیې د جودو فدراسیون استازو د طالبانو د سپورټ ادارې له مسوولینو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د جودو د ګډو لیګونو د جوړولو وړاندیز کړی. دغو استازو همداراز په روسیې کې د افغان جودوکارانو لپاره د تمریناتو په موخه د فرصتونو د برابرولو ټټر وهلی.

تر پنځو ورځو سیالۍ وروسته مساوي پایله؛ د افغانستان مقاومت د بنګله‌دېش د بریا مخه ونیوله

تر پنځو ورځو سیالۍ وروسته مساوي پایله؛ د افغانستان مقاومت د بنګله‌دېش د بریا مخه ونیوله

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې له پنځو ورځو سختې سیالۍ وروسته د صدیق‌الله اتل او رحمت شاه د غوره توپ‌وهنې په مرسته لوبه مساوي کړه او له ماتې وژغورل شوه.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې د بریا لپاره ۳۴۷ منډو ته اړتیا لري

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې د بریا لپاره ۳۴۷ منډو ته اړتیا لري

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله‌دېش پر وړاندې د ټېسټ لوبې څلورمې ورځې تر پایه د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې او اوس د یادې لوبې د ګټلو لپاره په پنځمه ورځ ۳۴۷ نورو منډو ته اړتیا لري.

جلیل احمد جامي د ۲۰۲۶کال فوټبال نړۍوالو لوبڅارانو په نوملړ کې شامل شو

جلیل احمد جامي د ۲۰۲۶کال فوټبال نړۍوالو لوبڅارانو په نوملړ کې شامل شو

د هرات اوسېدونکی او د افغانستان د فوټبال نړۍوال لوبڅار جلیل احمد جامي د ۲۰۲۶کال د نړۍوالو لوبڅارانو په نوملړ کې شامل شوی او د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) له‌خوا لېږل شوي د لوبڅارۍ وسایل یې هم ترلاسه کړي دي.

د افغانستان او بنګله‌دېش د ټېسټ سیالۍ درېیمه ورځ؛ افغانستان د منډو د توپیر کمولو هڅه کوي

د افغانستان او بنګله‌دېش د ټېسټ سیالۍ درېیمه ورځ؛ افغانستان د منډو د توپیر کمولو هڅه کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې د ټېسټ سیالۍ په درېیمه ورځ به داسې مهال لوبې ته دوام ورکوي چې لوبډلمشر رحمت شاه په ۸۴ ناسوځېدلو منډو ولاړ دی او افغان لوبډله د بنګله‌دېش د لومړي اننګز له ۳۴۶ منډو څخه لا ۱۳۵ منډې شاته ده.

په غزني کې د کېک‌بوکسېنګ دیارلسم پړاو سیالۍ د ۱۲۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې

په غزني کې د کېک‌بوکسېنګ دیارلسم پړاو سیالۍ د ۱۲۵ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وایي، د کېک‌بوکسېنګ دیارلسم پړاو سیالۍ د هېواد له پنځو ولایتونو څخه د ۱۲۵ ورزشکارانو په ګډون په غزني ښار کې ترسره شوې. د سیالیو په پای کې د غزني لوبډلې د غوره لوبو په ترسره کولو سره لومړی مقام وګاټه.

بنګله‌دېش د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې جوړې کړې

بنګله‌دېش د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۴۶ منډې جوړې کړې

د بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د ابوظبۍ په ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۶ منډې جوړې کړې. د افغان لوبډلې توپ‌اچوونکو د بنګله‌دېش د پیاوړي پیل وروسته د هغوی د منډو بهیر ورو کړ او پرله‌پسې یې ویکټې واخیستې.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ؛ د افغان لوبغاړو پر وړاندې د دویمې ورځې مهمه ننګونه

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ؛ د افغان لوبغاړو پر وړاندې د دویمې ورځې مهمه ننګونه

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د ټېسټ سیالۍ نن دویمه ورځ ده او افغان لوبډله به هڅه وکړي چې د سیالې لوبډلې پاتې دوې وېکټې ژر واخلي. بنګله‌دېش د لومړۍ ورځې په پای کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۷ منډې جوړې کړې دي.

د افغانستان او بنګله‌دېش یوازېنۍ ټېسټ لوبه؛ بنګله‌دېش لوبډلې پچه وګټله لومړی توپوهنه کوي

د افغانستان او بنګله‌دېش یوازېنۍ ټېسټ لوبه؛ بنګله‌دېش لوبډلې پچه وګټله لومړی توپوهنه کوي

افغان کرېکټ بورډ د بنګله‌دېش په وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د رحمت شاه زرمتي په لوبډلمشرۍ ۱۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه. د افغانستان او بنګله‌دېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او لومړی توپوهنه کوي.

د رحمت شاه زرمتي د کپتانۍ لومړۍ ازموینه؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره مخ کېږي

د رحمت شاه زرمتي د کپتانۍ لومړۍ ازموینه؛ افغانستان نن له بنګله‌دېش سره مخ کېږي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن، د تلې په ۱۷مه، په ابوظبۍ کې د بنګله‌دېش پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې ډګر ته وځي. دا لوبه به د رحمت شاه زرمتي لپاره د ټېسټ لوبډلې د کپتان په توګه لومړۍ رسمي سیالي وي او دواړه لوبډلې به د شیخ زاید کرېکټ لوبغالي پر میدان سره مخ شي.

راشدخان او عظمت الله د کرکټ په نړیوالو درجه بندیو کې درې لومړي مقامونه خپل کړل

راشدخان او عظمت الله د کرکټ په نړیوالو درجه بندیو کې درې لومړي مقامونه خپل کړل

د کرکټ نړیوالې شورا په تازه درجه بندیو کې راشدخان د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو د غوره توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې لومړي مقامونه او عظمت الله عمرزي بیا د یو ورځنیو لوبو د غوره الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

کرکټ بورډ د نوین الحق نوم د مبصرینو په نوملړ کې اعلان کړی

کرکټ بورډ د نوین الحق نوم د مبصرینو په نوملړ کې اعلان کړی

افغان کرکټ بورډ له بنګله دېش سره د یوازینۍ ټیسټ لوبې لپاره د مبصرینو په نوملړ کې د نوین الحق نوم هم اعلان کړی دی. د مصبرینو په نوملړ کې د نوین الحق د نوم له اعلان وروسته د نوموړي مینه‌وال داسې انګیري چې هغه نور له نړیوال کرکټ سره مخه ښه کړې ده.

افغان لوبغاړي د کولمبو په ماراتن سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

افغان لوبغاړي د کولمبو په ماراتن سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

افغان لوبغاړي الهام الدین سراج‌زي په سریلانکا کې د کولمبو نړۍوال ماراتن سیالیو په ۲۰م پړاو کې د سپینو زرو مډال وګاټه. سراج‌زي ۴۲.۱۹۲ کیلومتره مزل په ۲ ساعتونو او ۵۲ دقیقو کې وواهه او دویم مقام یې خپل کړ.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله د بنګله‌دېش او عمان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله د بنګله‌دېش او عمان پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د هېواد د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډله به د ۲۰۲۶کال اسیا جام چمتووالي لپاره د بنګله‌دېش او عمان د ۱۹ کلنو لوبډلو پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

د احمدشاه ابدالي کرېکټ سیالیو د نهم پړاو اتلولۍ جام نندارې ته وړاندي شو

د احمدشاه ابدالي کرېکټ سیالیو د نهم پړاو اتلولۍ جام نندارې ته وړاندي شو

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغانستان لومړۍ درجه کرېکټ سیالیو د نهم پړاو پای‌لوبې له پیل سره هم‌مهاله د «احمدشاه ابدالي جام» په نوم د دغه سیالیو د اتلولۍ جام نندارې ته وړاندې کړ.