• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان

منېژه باختري: د طالبانو واکمنۍ د عدالت او حساب‌ورکونې بنسټونه کمزوري کړي

منېژه باختري: د طالبانو واکمنۍ د عدالت او حساب‌ورکونې بنسټونه کمزوري کړي

په اتریش کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیره منېژه باختري وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دولتي بنسټونو سیسټماټیکې ړنګونې او له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه د ښځو او نجونو محرومولو په افغانستان کې د عدالت او حساب‌ورکونې بنسټونه نور هم کمزوري کړي دي.

د پاکستان پوځ: طالبان زموږ د غچ اخیستنې توان نه‌لري

د پاکستان پوځ: طالبان زموږ د غچ اخیستنې توان نه‌لري

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وایي، طالبان د دوی د پوځ د غچ اخیستلو توان نه‌لري. نوموړي ویلي، پاکستان له افغانستان نه د راپورته کېدونکو ګواښونو، په ګډون د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

د افغانانو د اېستلو پر وړاندې د امریکایانو مخالفت؛ افغان اېواک د الوتنې د درولو غوښتنه کوي

د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ سازمان وايي، ۶۳ سلنه امریکایان د هغو ۱۵۰ افغانانو د اېستلو مخالف دي چې له امریکا سره یې همکاري کړې؛ خو اوس د پاکستان له لارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د ویزو د تور بازار منځګړو له لسګونو تنو سلګونه زره ډالره اخیستي خو بېرته یې نه دي ورکړي

شاوخوا ۷۰ کسان وايي، د بهرنیو هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو لپاره یې په کابل کې د پیسو د خدمتونو او صرافۍ د یوه شرکت مسوولانو ته سلګونه زره ډالر ورکړي، خو نه یې ویزې ترلاسه کړي او نه یې هم خپلې پیسې بېرته اخیستې دي.

په شیرخان بندر کې د طالبانو د عامه فوایدو وزارت تله د فساد او سوداګرو د ستونزو لامل شوې

په شیرخان بندر کې د طالبانو د عامه فوایدو وزارت تله د فساد او سوداګرو د ستونزو لامل شوې

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي چې د طالبانو د عامه فوایدو وزارت له خوا د شیرخان بندر په صفري نقطه کې د وزن تللو د تلې اېښودو سوداګرو ته جدي ستونزې جوړې کړې دي. د سوداګرو په وینا، موټر یوازې د ۵۰ کیلوګرامه اضافي بار له امله تر یوې میاشتې درول کیږي.

 هلمند کې د برېښنایي وسایطو شرکت پرانیستل شو

هلمند کې د برېښنایي وسایطو شرکت پرانیستل شو

په هلمند کې د طالبانو ولایتي ادارې د خصوصي سکتور له لوري د برېښنایي وسایطو د یوه شرکت د پرانیستلو خبر ورکړی. سرچینه زیاتوي، چې دغه شرکت شاوخوا دوه کاله مخکې خپل فعالیت پیل کړی و. طالبانو له نورو جزئیاتو پرته د یاد شوي د ځینو تولیداتو انځورونه خپاره کړي دي.

حنیف اتمر او عطا محمد نور له طالبانو سره د «پټ جوړجاړي هڅې» رد کړې

حنیف اتمر او عطا محمد نور له طالبانو سره د «پټ جوړجاړي هڅې» رد کړې

د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې هغې اوازې ته غبرګون ښودلی، چې دوی او یو شمېر نور غیر طالب سیاستوال پکې له طالبانو سره په « پټو اړیکو او د روغې جوړې په هڅو» تورن شوي وو.

بدخشان کې یو طالب «د حاضرۍ پر سر د شخړې» له امله ووژل شو

بدخشان کې یو طالب «د حاضرۍ پر سر د شخړې» له امله ووژل شو

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو یو غړی په ۲۱۹ عمرثالث فرقه کې د حاضرۍ پر سر د شخړې له امله وژل شوی دی. دوو باوري سرچینو ویلي، چې دا پېښه د جمعې په ورځ شوې ده.

طالبان وايي پکتیکا کې د پاکستان برید یو ملکي وګړی وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي

طالبان وايي پکتیکا کې د پاکستان برید یو ملکي وګړی وژلی او دوه ماشومان یې ټپیان کړي

په پکتیکا کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې پاکستان د دغه ولایت د شکین ولسوالۍ په سور داک کلي کې د ملکي وګړو پر کورونو برید کړی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه ماشومان ټپیان دي.

د هرات د کاشي هنر تولیدات کم شوي او د پلور بازار یې سوړ شوی

د هرات د کاشي هنر تولیدات کم شوي او د پلور بازار یې سوړ شوی

په هرات کې د کاشي جوړولو هنر، چې څه باندې نهه سوه کاله مخینه لري، د هنرمندانو په خبره یې، له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د دوی په وینا، د بازار د سوړوالي او اسانتیاوو د کمښت له امله د ورځې یو متر کاشي هم نه شي تولیدولی.

په مزارشریف کې« د مرګ پل»؛ هغه لاره چې د مساپرو ژوند اخلي

په مزارشریف کې« د مرګ پل»؛ هغه لاره چې د مساپرو ژوند اخلي

د مزارشریف ښار په شپږمه ناحیه کې د «جمعه اچک قرارګاه»په سیمه کې د سېلابونو د مهار پر یوه کانال یو کوچنی پل جوړ شوی، چې د سیمې اوسېدونکي یې« د مرګ پل» بولي. پر دغه پل دا نوم ځکه اېښودل شوی، چې د تنګوالي او ناخوندیتوب له امله یې موټرونه کانال ته لوېږي او د خلکو ژوند اخلي.

اوچا: د بودیجې کمښت میلیونونه افغانان له روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي

اوچا: د بودیجې کمښت میلیونونه افغانان له روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د بودیجې د کمښت له امله ګڼ روغتیايي مرکزونه خپل فعالیت کموي او یا د تړل کېدو له خطر سره مخ دي. د سرچینې په وینا، دغه وضعیت میلیونونه افغانان له لومړنیو روغتیايي خدمتونو محروم کړي دي.

طالبانو په بدخشان کې د جمهوري نظام  ۳۰ څارنوالان له دندو ګوښه کړل

طالبانو په بدخشان کې د جمهوري نظام ۳۰ څارنوالان له دندو ګوښه کړل

سرچینې وايي، طالبانو د بدخشان د څارنوالۍ له ریاست څخه چې طالبان یې د فرمانونو د تعقیب او څارنې عمومي ریاست بولي د جمهوري نظام ۳۰ څارنوالان له دندو ګوښه کړي دي. دغه کسان د یادې ادارې له مشرۍ څخه د شمس الدین شریعتي له ګوښه کېدو وروسته، ګوښه شوي دي.

طالبانو په ۷ میاشتو کې نږدې دوه زره ټانکره تېل بېرته ایران ته لېږلي

طالبانو په ۷ میاشتو کې نږدې دوه زره ټانکره تېل بېرته ایران ته لېږلي

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي، چې د اسلام کلا بندر له لارې یې په تېرو ۷ میاشتو کې ۱۹۹۰ ټانکره تېل بېرته ایران ته ور ستانه کړي دي. طالبانو دغه تېل« بې کیفیته» ګڼلي او ویلي، چې داسې وارداتو ته اجازه نه ورکوي.

 د برېتانوۍ شورا غړی د افغان کډوالو په اړه د څرګندونو له امله حقوقي لانجې سره مخ شوی

د برېتانوۍ شورا غړی د افغان کډوالو په اړه د څرګندونو له امله حقوقي لانجې سره مخ شوی

د برېتانیا د برېکنل ښاروالۍ د خپلواکې شورا یو غړی وايي، د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د حکومتي پروګرام په اړه له پوښتنو او نیوکو وروسته، د حقوقي دفاع لپاره له ۱۸ زره پونډو څخه زیات لګښت ته اړ وتی دی.

د کندهار او هلمند طالبانو د موټرو د تورو ښیښو پاکولو پر سر شخړه کړې

د کندهار او هلمند طالبانو د موټرو د تورو ښیښو پاکولو پر سر شخړه کړې

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې تېره ورځ په کندهار ښار کې د هلمند او کندهار طالب وسله والو د موټرو د تورو ښیښو پر سر شخړه کړې ده. د عیني شاهدانو په وینا، د دوی له ډلې پنځه ټپيان میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

قیوم کوچی: له مولوي هبت الله سره د لیدنې وړاندیز مې ځکه رد کړ چې یوازې هغه باید غږیدلی وای

په روسیه کې د افغانستان پخواني سفیر او د پخواني ولسمشر اشرف غني تره عبدالقیوم کوچي ویلي، چې افغانستان ته د سفر پر مهال یې د طالبانو مشر ملا هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړی دی. د هغه په وینا، طالب مشرانو ورته ویلي وو، چې نوموړی د لیدنو پر مهال یوازې خپله غږیږي او نور نه اوري.

پاکستان له افغان طالبانو سره په کړکېچ ختمولو کې د امریکا د منځګړتوب مشروط هرکلی وکړ

پاکستان له افغان طالبانو سره په کړکېچ ختمولو کې د امریکا د منځګړتوب مشروط هرکلی وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له افغان طالبانو سره د کړکېچ ختمولو لپاره د امریکا د منځګړتوب د وړاندیز هرکلی کوي، خو ټینګار یې کړی چې دا منځګړتوب باید له افغان خاورې د پاکستان د امنیتي اندېښنو د پای ته رسېدو سبب شي.

ملاحسن اخوند له بیلاروس سره د اړیکو د پیاوړتیا هیله ښودلې

ملاحسن اخوند له بیلاروس سره د اړیکو د پیاوړتیا هیله ښودلې

د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند د افغانستان لپاره د بیلاروس د نوي غیر مقیم سفیر د باور لیک منلو پر مهال له دغه هېواد سره د اړیکو د پیاوړتیا هیله ښودلې ده. د بیلاروس سفیر ویلي، چې هیواد به یې د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي.

افغان کرېکټ لوبډلې د هانګ‌کانګ شپږیزو سیالیو اتلولي وګټله

افغان کرېکټ لوبډلې د هانګ‌کانګ شپږیزو سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د هانګ‌کانګ د ۲۰۲۶ کال په نړیوالو شپږیزو سیالیو کې استرالیا ته په ماتې ورکولو سره اتلولي خپله کړه.

کندهار کې د دوو بازارونو هټۍوال: ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه مو له ګواښ سره مخ ده

کندهار کې د دوو بازارونو هټۍوال: ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه مو له ګواښ سره مخ ده

د کندهار یو شمېر هټۍوال وايي، د طالبانو ښاروالۍ د «منده‌یي» او «کباړي» په نوم د دوو سوداګریزو بازارونو نږدی دوه زره دوکانونه نړوي. دوی وايي، په دغو بازارونو کې یې نږدې ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او د نړولو په صورت کې به سلګونه کسان بې‌کاره او د عاید سرچینې به له لاسه ورکړي.

د بیلاروس نوي غیر مقیم سفیر خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته سپارلی

د بیلاروس نوي غیر مقیم سفیر خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته سپارلی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بیلاروس نوي ټاکل شوي غیر مقیم سفیر الکساندر اوګورودنیکوف خپل باورلیک د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته سپارلی دی.