• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمنۍ رسنۍ: طالبانو د پاکستاني درملو بندیز سره افغانستان د درملو له سخت کمښت سره مخ کړی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۷ GMT+۰

د جرمني دویچه ویله رسنۍ یو راپور کې وایي، کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري پر پاکستاني درملو بشپړ بندیز لګېدو سره، د افغانستان د درملو په بازار کې د بنسټیزو طبي توکو کمښت ژور شوی او خلکو ته د عامو درملو موندل هم ستونزمن شوي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې پاکستاني درمل به نور افغانستان ته نه پرېښودل کېږي.

هغه د پاکستاني درملو کیفیت «کمزوری» وباله او افغان واردونکو ته یې ۳ میاشتې مهلت ورکړ چې خپلې مالي معاملې حل کړي او د عرضې نوې سرچینې پیدا کړي. خو د بدیل موندل دومره اسانه نه ښکاري. د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالله نوري وایي چې په افغانستان کې کارېدونکي تر ۷۰ سلنې زیات درمل له پاکستانه راوړل کېږي.

سره له دې چې د درملو د کمښت راپورونه زیات شوي، د طالبانو د روغتیا وزیر جلال جلالي ادعا کوي چې «په افغانستان کې د درملو کمښت نشته». بل پلو افغان او هندي شرکتونو روانه اونۍ د ۱۰۰مېلیونه ډالرو په ارزښت درملو د عرضه کولو قرارداد لاسلیک کړ چې په غونډه کې یې د طالبانو استازو هم ګډون درلود.

هند هم اعلان کړی چې ۷۳ټُنه بیړنۍ ژغورونکې دوا، واکسین او طبي مواد کابل ته لېږي، څو د روغتیا سیستم عاجلې اړتیاوې پوره کړي.دا مرستې د درې تر څلورو لارۍ بار ته برابريږي، چې د ۴۰ میلیونو نفوس لرونکي هېواد لپاره یوازې یو سمبولیک ګام بلل کېږي.

یوه افغان درمل‌واردونکي DW ته ویلي:«ځینې درمل کم شوي او بیې مخ پر لوړېدو دي. هڅه کوو د هند، ترکیې او ایران بدیلونه پیدا کړو، خو دا پروسه وخت غواړي. همدارنګه د هېواد دننه د تولید فابریکو جوړول هم پیل شوي، خو ګړندي نه دي».

افغانستان له کلونو راهیسې یوازې د خپلو درملو ډېره لږه برخه تولیدوي. د لابراتوارونو کمښت، د کیفیت ټيټې ازموینې، د تولید محدود امکانات او د اکمالاتي زنځیر ستونزې دا هېواد په بنسټیز ډول پر وارداتو تکیه‌من کړی.

تر اوسه هم د افغانستان د روغتيايي خدماتو وضعیت ډېر خراب دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته، د طالبانو واکمنۍ د هېواد بشري بحران ژور کړی، وچکالۍ، سیلابونو او اقتصادي سقوط یې کړکېچ لا سخت کړی.

پر دې سربېره، افغانستان په پراخه کچه پر بهرنۍ مرستې متکي دی، چې له ۲۰۲۱ وروسته ډېری نړیوالو بندې کړې دي. د مرستو لوی بندیز د طالبانو هغه تګلاره ده چې ښځې یې له زده‌کړې، کار او حتی روغتیايي خدماتو څخه سیسټماټیک ډول لیرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، ۲۳ مېلیونه افغانان چې د ټول نفوس نیمایي څخه ډېر دي، بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

جاپان پر چین تور لګولی چې د خپلو پولو ترڅنګ یې خطرناک پوځي ګامونه اخیستي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۰ GMT+۰

جاپان ویلي چې د چین جنګي الوتکو په دوه «خطرناکو» پېښو کې د اوکیناوا جزایرو ته نږدې خپل رادار د جاپاني پوځ پر الوتکو ور برابر کړی، خو بیجینګ دغه تورونه رد کړي دي. د جاپان لومړۍ وزیر سانایه تاکایچي ویلي: «راد برابرول یو یو خطرناک عمل دی چې د الوتنو خوندي تګ راتګ یې اغېزمن کړی».

هغې زیاته کړه چې جاپان د شنبې ورځې د «خواشینوونکې» پېښې په تړاو یې چین سره خپل رسمي اعتراض شریک کړی دی. د جاپان د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي په ټوکیو کې له خپل اسټرالیایي سیال ریچارد مارلس سره لیدنه کې ویلي چې جاپان به د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د چین کړنو ته «قاطع او ارامه» توګه ځواب ووايي.

خو د چین د سمندري ځواکونو ویاند وانګ شویه‌مِنګ ویلي چې جاپاني الوتکو څو ځله د چین له سمندري ځواکونو سره چې د الوتکو وړونکې بېړۍ پر بنسټ د الوتنې تمرینونه یې کول او مخکې یې اعلان هم شوی و، نږدې شوي او مزاحمت یې کړی دی.

جاپان ویلي چې د چین J-15 جنګي الوتکې چې په دواړو پېښو کې ښکیلې وې، د لیاؤنینګ په نوم د چین له الوتکو وړونکې بېړۍ څخه الوتلې وې. دغه بېړۍ د درېو توغندیو ویشتونکو بېړیو سره یو ځای د اوکیناوا له جنوبه په سمندري تمرین بوخته وه. جاپان ویلي چې د چین د الوتکو د دغو عملیاتو په ځواب کې یې خپلې F-15 جنګي الوتکې هم الوتلې دي.

په ۲۰۱۳ کال کې جاپان تور لګولی و چې یوې چينایي بېړۍ د چین په ختیځ سمندر کې خپل رادار د جاپانۍ جنګي بېړۍ پر لور ور برابر کړی و. درې کاله وروسته بیجینګ ادعا وکړه چې جاپاني الوتکو خپل رادار د چین پر جنګي الوتکو ور برابر کړی دی.

سږکال د جون په میاشت کې هم جاپان ادعا کړې وه چې د چین جنګي الوتکو د اوکیناوا ترڅنګ د دوی د ګزمې له یوې الوتکې څنګ ته په خطرناک ډول تېر شوي دي.

د څو هېوادونو استازو او طالبانو د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ پر موضوعاتو خبرې وکړې

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر استازو د دوحې خبرو په چوکاټ کې له طالب چارواکو او د غړو هېوادونو له استازو سره تخنیکي غونډه کړې. دا غونډه د باور جوړونې او د نشه‌يي توکو، پیسو مینځلو، ترهګرۍ او نورو نړۍوالو جرمونو پر ضد د مبارزې د راتلونکو ګامونو په همغږۍ متمرکزه وه.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۶مه) په خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې دا غونډه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې د خبرو لړۍ یوه برخه وه. دغه دفتر زیاتوي، دا غونډه چې په تخنیکي کچه ترسره شوې، د طالبانو، غړو هېوادونو، د اسلامي همکاریو سازمان او یوناما استازو پکې ګډون درلود.

دغه دفتر لیکلي، چې دا تعامل د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا او د پولې هاخوا ګواښونو ته د همغږۍ د ځواب د ملاتړ لپاره ترسره شوی، ترڅو په هغو مسایلو خبرې وشي چې له امله یې افغانستان او د هغه ګاونډیان اغېزمن کېږي.

ملګرو ملتونو په دې یادښت کې د غونډې ځای نه دی مشخص کړی، خو په هغو انځورونو کې چې د غونډې په تړاو خپاره شوي، په بینرونو کې نېټې د ډسمبر لومړۍ او دویمه (د لیندۍ ۱۰مه او ۱۱مه) ښودل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغې غونډې د ترسره کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو دفتر ټینګار وکړ، چې د تخنیکي بحثونو دوام د طالبانو له چارواکو سره د اړیکو ساتلو او د تنظیم شویو جرمونو شبکو پر وړاندې د سیمه‌ییزې همغږۍ د پراختیا لپاره اړین دی.

طالبان: د معاصر طبابت پرمختګ د دوامداره زده‌کړې غوښتنه کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزارت علمي مرستیال ضیاالرحمان مدني د البیروني پوهنتون د طب پوهنځي زده‌کړیالانو په فراغتغونډه کې یادو فارغانو ته په خطاب کې وویل، یوازې په لېسانس زده‌کړو بسنه ونه‌کړي او له لا زیاتو هڅو، ژمنتیا او تسلسل سره دې نورې زده‌کړې هم تعقیب کړي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، ضیاالرحمان مدني په دې غونډه کې څرګنده کړه: «د معاصر طبابت پرمختګ، د دوامداره زده‌کړې غوښتنه کوي او راتلونکی نسل باید د تخصص او لوړو مهارتونو ډګر په علم، اخلاقو او تقوا روښانه کړي.»

نوموړي همداراز وویل، د انسان د روغتیا په برخه کې لومړني ستر پرمختګونه اسلامي پوهانو او د امت سترو علماوو کړي او په وینا یې علمي میراث اوسمهال هم د طب د معاصر پرمختګ اساس جوړوي.

د یادونې وړ ده، چې د البیروني پوهنتون له طب پوهنځي څخه په ۱۸مه دوره کې له نجونو زده‌کړیالانو پرته ۹۴تنه فارغ شول.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یې مرستې ۸۰ سلنه راکمې شوې دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړۍوال پروګرام مرستیال اجراییوي مشر کارل سکاو ویلي، چې په افغانستان کې بې‌وزلي او خوارځواکي مخ په زیاتېدو دي او دا وضعیت به په ژمي کې نور هم خراب شي.

هغه وویل، چې د مالي سرچینو د کمښت له امله په افغانستان کې د دوی مرستې د ۱۰ میلیونو خلکو څخه ۲ میلیونو ته راټیټې شوې دي.
د ملګرو ملتونو دغه استازي له الجزیرې سره په یوه مرکه کې د نړۍ په کچه د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې نړۍ د بشري اړتیاوو د بې‌ساري زیاتوالي او د مالي سرچینو د چټک کمښت له «بشپړ توپان» سره مخ ده.

ښاغلي سکاو وویل: «په ځینو سیمو کې موږ خپل عملیات ۸۰ سلنه کموو. په افغانستان کې په هغو سیمو کې چې مونږ پوهېږو د ژمي په را رسېدو سره به ماشومان ژوند وبایلي، نه یو توانېدلي چې مخکې له مخکې خوراکي توکي چمتو او ذخیره کړو.»
په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د ښځو او ماشومانو په منځ کې خوارځواکي به د پام وړ لوړه شي او هغې کچې ته به ورسېږي، چې په وروستیو کلونو کې بې ساري ده.
افغانستان د نړۍ د خوړو له سختو ناورینونو سره مخ دی، چې ۳.۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال اټکل کېږي، چې ۵ میلیونه میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د اوچا وروستی راپور هم ښیي، چې ۴۸ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او له ۲۲ میلیون څخه ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال اجراییوي مشر کارل سکاو دا هم ویلي، چې په نړۍ کې ۳۲۰ میلیونه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي او د دغه سازمان بودیجه شاوخوا ۴۰ سلنه کمه شوې ده.
د هغه په وینا، د خوړو نړۍوال پروګرام سږکال د مالي سرچینو د دې سخت کمښت له امله اړ شوی چې خپل شاوخوا ۵ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي.

طالبان وايي په لوګر کې یې دوه «خطرناک» کوډګر نیولي دي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، په لوګر کې یې دوه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او د پیسو په بدل کې یې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې نیولي دي.

دغه وزارت د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، له یادو کسانو یې یو شمېر سحري کتابونه او «غېر شرعي» تعویذونه هم ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «مسوولینو دوه تنه هغه خطر ناک کوډګر د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له مېرمنو څخه پیسې اخیستلې.» او همداراز ویل شوي، چې یاد کسان به عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

د دغه وزارت محتسبینو همداراز ډاډ ورکړی، چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غېر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له‌منځه وړلو کې له دوی سره همکاري وکړي.