• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۱

د هبت الله اخوندزاده له لوري په بدخشان کې په اداري او نظامي تشکیلاتو کې وروستي بدلونونه د حقاني او کندهاري طالبانو ترمنځ د ژورو اختلافونو او د احتمالي جګړې د نښتلو لامل شوي دي. باورونه داد دې چې د دغولو بدلونونو اصلي لامل د بدخشان د طبیعي زیرمو او کانونو د مدریت پر سر سیالي ده.

د بدخشان د پخواني والي قاري محمد ایوب له لیرې کېدو وروسته، نوي والي قاري محمد اسماعیل غزنوي د حلقوي سړک د جوړولو او د برېښنا بندونو د چارو د منظورۍ ژمنې کړې وې خو تر اوسه دغه ژمنې نه دي پوره شوې.

په دې وروستیو کې د بدخشان یو شمېر سیمه ییز مسوولین لکه د طالبانو د ارګو پخوانی ولسوال، د کانونو رییس شفیق الله حفیظي او د برېښنا شرکت ولایتي رییس حکمت الله اخندزاده له دندو ګوښه او بې برخلیکه شوي دي چې د راپورونو له مخې اخندزاده له خپلو پوځي تجهیزاتو سره پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) ته تللی دی.

د جمعه خان فاتح د جنجال پیل

دغه جنجالونو هغه وخت زور واخیست چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله د بدخشان د درواز پنځه ګونې ولسوالیو ولسوال جمعه خان فاتح له خپلې دندې بدل کړ او د زابل لپاره یې د طالبانو مرستیال والي والي وټاکه.

د درواز په سیمه کې پنځه ولسوالۍ درواز بالا، درواز پاین، مایمۍ، نسئ او شکۍ ولسوالۍ شاملې دي دا پنځه ولسوالۍ د بدخشان ولایت درواز سیمې برخه جوړوي او تاجکستان سرحد او د اموسیند په اوږدو کې پرتې دي.

که څه هم جمعه خان فاتح د مولوي هبت الله ددې پرېکړې په اړه خوښ نه و او څو ځله د طالبانو بدخشان والي قاري اسماعیل غزنوي ته دیني عالمان په جرګه ور ولېږل چې زه په درواز ولسوال په توګه خپلې دندې ته ادامه ور کم په دې دنده کې خوښ یم خو د طالبانو د بدخشان والي د هغه دا جرګې ونه منلې او ټینکار یې دا و چې دا د هبت الله حکم دی او باید عملي شي.

د طالبانو ناراضي قومندان جمعه خان قاتح د ملاهبت الله دا پرېکړه مني او زابل ولایت ته د مرستیال والي په توګه پر خپله دنده پیل کوي.

په دې موده کې هغه د کندهاري طالبانو او په ځانګړي توګه د هبت الله د دفتر له لوري د پیري چلند سره مخ کېږي. لومړی دا چې که څه هم د طالبانو د زابل والي له ولایت څخه بهر ځي نو خپل د دفتر رییس د ولایت سرپرست په توګه ټاکي او جمعه خان فاتحې ته کوم ارزښت نه ور کوي او دا هر څه د هبت الله دفتر له لوري ورته ویل کېږي.

د طالبانو د باخبر سرچینو په وینا په دې وخت کې د هبت الله په امر د هغه ورور په بدخشان کې زنداني کیږي او دده اړوند وسلوالو د بې سلاحه کولو پهیر پیلیږي.

د طالبانو د مشر او ددې ډلې د نورو چارواکو چلند د جمعه خان قاتح د ناراضیتي سبب ګرځي او دی بېرته له زابل څخه بدخشان ته ستنیږي او نور زړه نه ښه کوي چې زابل ته د خپلې دندې لپاره ستون شي.

له هغه وروسته د طالبانو مشر هبت الله په یوه فرمان کې جمعه خان فاتح د زابل مرستیال والي په توګه له دندې ګوښه کوي پر کور یې کېنوي.

بدخشاني طالبان شکایت کوي چې د حقاني او کندهاري چارواکو د تبدیلۍ پر مهال د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د فرمان له مخې هغوی بې سرنوشته نه پرېښودل کېږي، خو د بدخشاني مسوولینو په وړاندې دا معیار نه مراعاتېږي.

100%

سرچینې وایي چې د بدخشان اوسنی والي قاري محمد اسماعیل غزنوي په تېرو شلو کلونو کې د حامد کرزي له حکومت سره د خپل‌سرو خبرو په تور د طالبانو د محکمې له خوا په مرګ محکوم شوی و، خو وروسته د مصلحت له مخې خوشې شو او په کراچۍ کې یې ژوند کاوه.

نوموړی اوس د عبدالحق وثیق په منځګړیتوب د حقانیانو له خوا د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره د والي په توګه ګمارل شوی دی.

په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تېره ورځ ویلي و چې د دغې ډلې ناراضه قوماندان جمعه فاتح کندهار ته د تګ او له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړی دی.

سرچینې زیاتوي، که چېرې دغه وړاندیز ونه منل شي او فاتح له بدخشان څخه ونه وځي، نو ښايي په بدخشان کې جګړه ونښلي.

د طالبانو باخبره سرچینو د جنګاښ۱۲مه وویل، چې ددې مسلې د حل لپاره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په بدخشان کې شتون لري او نوموړي د طالبانو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح ته ویلي چې مولوي هبت الله غواړي له هغه سره په کندهار کې وګوري.

د سرچینو په وینا، فاتح وېره لري چې د ملاهبت الله د لیدلو په بهانه له بدخشان څخه تر وتلو وروسته، هلته د طالبانو د مشر له لوري د زنداني کېدو احتمال شتون لري.

جمعه خان فاتح د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د طالبانو له نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د خپلو پلویانو ترمنځ په «د دروازونو په فاتح» شهرت لري.

فاتح په وروستیو اونیو کې په کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره د سیمه ییزو سرچینو او د سرو زرو د کانونو د مدیریت پر سر د اختلافاتو له جدي کېدو وروسته، د زابل ولایت له مرستیالۍ څخه ګوښه کړل شو.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۳

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۴
شننه

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۵
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

•
•
•

نور کیسې

ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟

۱۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
ایران د افغانستان مخالفې سیاسي ډلې څنګه مدیریتوي؟
100%

ایران د طالبانو چارواکي او د دې ډلې مهم مخالف مشران د علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته بللي دي. افغانستان په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د ایران د بهرني سیاست له تر ټولو پېچلو قضیو باندې بدل شوی.

له یوې خوا، تهران د افغانستان له واکمنې ادارې سره نږدې امنیتي، اقتصادي او سرحدي اړیکې لري او له بلې خوا، د طالبانو د مخالفو جبهو سره هم اړیکې ساتي او لا هم د طالبانو د یو شمېر مخالفو مشرانو سیاسي کوربه او ملاتړی بلل کېږي.

دا سیاست چې له رقیبو لوبغاړو سره د هم‌مهاله اړیکو د کانالونو پر ساتلو ولاړ دی، د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر علي خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې په کم‌ساري ډول څرګند شو. په داسې حال کې چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي په مراسمو کې حاضر وو، د مخالفو جریانونو مشهورو مشرانو هم پکې ګډون وکړ.

د طالبانو او مخالفانو هم‌مهاله حضور په ښه توګه ښيي چې تهران لا هم هڅه کوي د افغانستان د واک له ټولو اړخونو سره خپلې اړیکې وساتي.

علي خامنه‌یي د ۱۴۰۴ کال د کب په نهمه د امریکا او اسراییل د ګډو بریدونو په لومړۍ څپه کې ووژل شو. د هغه د رسمي مخه‌ښې او جنازې مراسم د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۱۳مه په تهران کې پیل شول او ټاکل شوې ده د چنګاښ تر ۱۸مې پورې په تهران، قم او مشهد کې دوام وکړي.

د ایران دا مراسم یوازې د ماتم تر دودیزو مراسمو محدود نه کړل، بلکې هغه یې د خپل سیمه‌ییز نفوذ، د متحدانو د شبکې او بهرنیو اړیکو د نندارې پر یوه ډګر بدل کړل.

په همدې چوکاټ کې، د طالبانو او د دې ډلې د مخالفانو هم‌مهاله بلنه تر دې ډېره چې یو تشریفاتي اقدام وي، هغه ستراتیژي منعکسوي چې ایران په تېرو کلونو کې د افغانستان په اړه تعقیب کړې ده.

طالبان؛ په کابل کې د تهران واکمن شریکان

د طالبانو ادارې د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره یو لوړپوړی پلاوی تهران ته واستاوه. د دې پلاوي مشري د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوي. د ایران ولسمشر هم د طالبانو له دغه پلاوي سره وکتل.

100%

د ایران اسلامي جمهوریت تر دې مخکې د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخند ته په دغو مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې وه. په همدې تړاو، په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي د علي خامنه‌یي د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د ګډون رسمي بلنلیک د ریاست الوزرا د چارو ادارې رییس ملا عبدالواسع ته سپارلی و.

د ملا عبدالغني برادر ټاکل ځانګړی اهمیت لري. هغه نه یوازې د طالبانو د رهبرۍ د اصلي کړۍ له غړو شمېرل کېږي، بلکې د دوحې د هوکړې له معمارانو او په نړیوال ډګر کې د دې ډلې له تر ټولو پېژندل شویو سیاسي څېرو څخه هم دی. د طالبانو د ډېرو دودیزو مشرانو برعکس، برادر په وروستیو کلونو کې د دې ډلې د بهرنیو اړیکو په مدیریت کې مرکزي رول لوبولی دی.

طالبان د ایران اسلامي جمهوریت سره اړیکو ته اهمیت ورکوي؛ له همدې امله یې په لوړ کچه په مراسمو کې ګډون وکړ. خو د تهران له خوا د مخالفانو هرکلی د «افغانستان د استازو» په توګه ښايي د طالبانو خوښ نه شي. د ایران اسلامي جمهوریت رسنیو احمد مسعود او محمد محقق د «افغانستان استازي» بللي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان ځان د افغانستان د دولت او خلکو استازی بولي؛ له همدې امله، د هغوی لپاره د منلو نه ده چې ګاونډي هېوادونه د طالبانو له مخالفانو د افغانستان د استازو په توګه تود هرکلی او مېلمه‌پالنه وکړي.

د طالبانو مخالفان؛ هغه چینل چې تهران نه دی تړلی

له بلې خوا، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د وحدت ګوند مشر محمد محقق هم تهران ته تللي وو او د ایران د اسلامي جمهوریت پخواني مشر علي خامنه‌یي ته یې درناوی وړاندې کړ.

100%

د ایران دولتي رسنیو د دغو دوو څېرو حضور ته په پراخه کچه پوښښ ورکړ. ان د هغوی ګډون د طالبانو د پلاوي په پرتله ډېر انعکاس وموند.

احمد مسعود او محمد محقق په تېرو کلونو کې څو ځله ایران ته سفر کړی او د ایران اسلامي جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره یې د افغانستان د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي. دواړو په خپلو علني دریځونو کې د ایران اسلامي جمهوریت له سیمه‌ییزو سیاستونو، په ځانګړي ډول د امریکا او اسراییل پر وړاندې له تګلارې، ملاتړ هم کړی دی.

له دې سره سره، د دواړو لورو د ګډون څرنګوالي توپیر درلود. طالبان د افغانستان د واکمنې ادارې په توګه په مراسمو کې حاضر شول، خو د هغوی مخالف مشران د سیاسي شخصیتونو په توګه، نه د کوم دولت یا رسمي جوړښت د استازو په توګه، تهران ته تللي. سره له دې، د ایران اسلامي جمهوریت دواړو پلاوو ته ورته تشریفات برابر کړي وو.

ځینو سرچینو همدارنګه د پخواني حکومت د یو شمېر چارواکو او د ځینو خپلواکو سیاسي څېرو د ګډون خبر ورکړی دی. دا چاره ښيي چې تهران لا هم د افغانستان له بېلابېلو اغېزناکو سیاسي څېرو او مشرانو سره اړیکې لري.

ایا تهران یو ځل بیا د منځګړیتوب هڅه کوي؟

د طالبانو او د هغوی د مخالفانو هم‌مهاله حضور یو ځل بیا دا اټکلونه زیات کړي چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ پټې لیدنې هم شوې وي.

ایران تر دې مخکې هم هڅه کړې وه چې د طالبانو او مخالفانو ترمنځ د مستقیمو خبرو زمینه برابره کړي. د دې تر ټولو مهمه بېلګه په تهران کې د احمد مسعود او امیرخان متقي لیدنه وه. که څه هم دغه لیدنه کومې سیاسي هوکړې ته ونه رسېده، خو دا یې وښودله چې د ایران اسلامي جمهوریت غواړي د افغانستان په کړکېچ کې د منځګړي رول ولوبوي.

دا ځل هم ځینو سرچینو ویلي، لومړنی پلان دا و چې لیدنه له ملا حسن اخوند سره ترسره شي، خو د هغه د سفر له لغوه کېدو وروسته، لا هم څرګنده نه ده چې ایا د احمد مسعود او ملا عبدالغني برادر ترمنځ کومه لیدنه شوې ده که نه.

که دا ډول لیدنه ترسره شوې وي، نو له سیاسي پلوه به د پخوانیو لیدنو په پرتله ډېر اهمیت ولري؛ ځکه ملا عبدالغني برادر د طالبانو د واکمن جوړښت له اصلي پرېکړه کوونکو څخه ګڼل کېږي.

خو له دې سره سره، د خبرو خنډونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي. طالبان باور لري چې په افغانستان کې د جګړې قضیه تړل شوې او مخالفان باید له اعلان شوې عمومي عفوې څخه په ګټې اخیستنې هېواد ته ستانه شي او د «اسلامي نظام» تر چتر لاندې ژوند وکړي.

خو، د طالبانو مخالفان وايي چې طالبان د واک په رښتینې معنا وېشلو ته چمتو نه دي او خبرې یوازې د کورني او نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

همدا بنسټیز اختلاف د دې لامل شوی چې د ایران د منځګړیتوب هڅې تر اوسه کومې څرګندې پایلې ته ونه رسېږي.

د فاطمیون سیاسي حضور

د دغو مراسمو یو بل د پام وړ اړخ د فاطمیون لښکر د غړو منظم حضور و.

د ایران رسنیو د دې ډلې د غړو ګڼ انځورونه خپاره کړل. فاطمیون هغه ډله ده چې د افغانستان له کډوالو جوړه شوې او د سپاه پاسداران د قدس ځواک په تنظیم سره د سوریې د جګړې پر مهال رامنځته شوه. د دې ډلې غړو د کلونو لپاره د ایران اسلامي جمهوریت د ملاتړو ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې ده.

100%

د فاطمیون د حضور ښکاره حضور دا پیغام لېږدوي چې د تهران او طالبانو د اړیکو پراختیا په دې مانا نه ده چې ایران په افغانستان کې له خپلو ټولو امنیتي او پوځي اهرمونو لاس اخلي.

هممهاله، ایران د دغو مراسمو د ګډون لپاره ۲۵۰۰ افغان مېلمنو ته ویزې صادرې کړې دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، ایران د علي خامنه‌یي د جنازې مراسمو ته د بلل شویو افغانانو پاسپورټونه د اسلام‌قلعه او دوغارون په سرحد کې اخلي او افغانستان ته د هغوی له بېرته ستنېدو وروسته یې بیا سپاري. د سرچینو په وینا، د دې اقدام موخه دا ده چې ډاډ ترلاسه شي دغه کسان بېرته افغانستان ته ستنېږي.

شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته د ویزو ورکول ښيي چې ایران لا هم په افغانستان کې پر خپلو مذهبي، فرهنګي او ټولنیزو شبکو پانګونه دوامداره ساتلې ده.

د ایران تګلاره؛ له ټولو سره اړیکې، خو پر هېچا تکیه نه

د طالبانو، د مقاومت د مشرانو، د پخواني حکومت د سیاستوالو او مذهبي شبکو هم‌مهاله کوربتوب د افغانستان په اړه د ایران د تګلارې روښانه انځور وړاندې کوي.

د ایران اوسنی سیاست پر دې ولاړ دی چې د ټولو اغېزناکو جریانونو سره اړیکې وساتي، پرته له دې چې هغه جریان په حکومت کې وي که له حکومته بهر.

ایران اوس د طالبانو له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی. دوه اړخیزه سوداګري، د سون توکو او برېښنا صادرات، سرحدي همکارۍ او دوامدارې سیاسي سلا مشورې د دواړو لورو اړیکې داسې کچې ته رسولې چې پرېکون یې د هېڅ یوه لوري لپاره اسانه نه دی.

په عین حال کې، تهران له احمد مسعود، محمد محقق، اسماعیل خان، عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو طالب ضد مشرانو سره خپلې اړیکې هم ساتلې دي. دا اړیکې، د ایران د نفوذ د ساتلو ترڅنګ، له پاکستان سره په سیمه‌ییزه سیالۍ کې هم ورته اهمیت لري.

د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د اختلافونو له زیاتېدو وروسته، پاکستان هڅه کړې چې د طالبانو له ځینو مخالفو ډلو سره اړیکې نږدې کړي. خو ایران هم هڅه کړې چې د طالبانو مخالفان د پاکستان لوري ته له ورنږدې کېدو راوګرځوي او د دغو جریانونو ترمنځ د خپل دودیز نفوذ له کمېدو مخه ونیسي.

د تهران له نظره، د افغانستان له ټولو اغېزناکو لوبغاړو سره د اړیکو ساتل یوازې یو ډیپلوماتیک انتخاب نه دی، بلکې د دغه هېواد د ملي امنیت د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

دا تګلاره ایران ته دا زمینه برابروي چې په کابل کې د واک د توازن له هر ډول بدلون سره سره، خپل د نفوذ کانالونه وساتي، د اړتیا په وخت کې د منځګړي رول ولوبوي او د خپلو سیمه‌ییزو سیالانو د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي.

د علي خامنه‌یي د جنازې مراسم یوازې یو مذهبي مراسم نه وو، بلکې د همدې تګلارې د ښودلو پر یوه ډګر بدل شول. هغه تګلاره چې د افغانستان له سیالو لورو سره د هم‌مهاله اړیکو پر ساتلو ولاړه ده او ښيي چې د ایران اسلامي جمهوریت نه غواړي په افغانستان کې خپل راتلونکی یوازې له یوه سیاسي جریان سره وتړي.

طالباني حجاب؛ د اجبار له لارې یو شان کول او د تنوع له منځه وړل

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
طالباني حجاب؛ د اجبار له لارې یو شان کول او د تنوع له منځه وړل
100%

طالبان د حجاب د هغې نمونې په پلي کولو کې سختي کوي، چې د دې ډلې له نظره د منلو وړ ده. دا ډول حجاب نه په کوم اسلامي هېواد کې دود دی او نه هم د کوم اسلامي مذهب له لوري د یوه معتبر شرعي نظر په توګه منل شوی دی. د طالبانو دغه سختدریځي د ډېرو شنونکو او څارونکو د حیرانتیا لامل شوې ده.

د دې تګلارې مخالفت یوازې د ښارونو د لوستو او لېبرالو قشرونو پورې محدود نه‌دی، بلکې یو شمېر بنسټ‌پالو څېرو هم پرې نیوکې کړې دي.

د ښځې د مخ د پټولو په اړه په قران کې هېڅ حکم نه‌دی راغلی.

له قران سربېره، په هغو مشهورو حدیثونو کې چې د اسلام پیغمبر ته منسوب دي، د ښځې مخ او لاسونه تر مړوندونو پورې د پټولو له حکم څخه مستثنا ګڼل شوي دي.

په اسلامي مذهبونو، په ځانګړې توګه په حنفي مذهب کې، مشهور حکم دا دی چې د ښځې مخ عورت نه‌دی او پټول یې لازم نه‌دي، که په عبادت کې وي، که په راکړه ورکړه کې او که د ژوند په نورو اړینو چارو کې.

دا نظر سرخسي په «المبسوط»، مرغیناني په «الهداية»، کاساني په «بدایع الصنایع»، ابن الهمام په «فتح القدیر»، ابن نجیم په «البحر الرایق» او ګڼو نورو نقل کړی دی. دا ټول د حنفي مذهب له پخوانیو او خورا نوموتو فقهاوو څخه ګڼل کېږي.

یوازې د دې مذهب ځینو وروستیو فقهاوو ویلي، که څه هم د ښځې مخ عورت نه‌دی، خو که د فتنې وېره موجوده وي، نو د مخ پټول یې لازم دي.

بېشکه دغه وروستي فقها د دې مذهب د مخکښو او بنسټیزو عالمانو په کچه ځای ځایګی نه‌لري او هغه «فتنه» چې دوی ورته اشاره کوي، خپله د اختلاف وړ موضوع ده او روښانه او سنجېدونکی معیار نه‌لري.

د حنفي مذهب د پیروانو لپاره تر هر چا مهم د امام ابوحنیفه نظر دی. هغه په دې باور دی، چې د ښځې د مخ ښکاره پاتې کېدل جایز دي او هېڅ شرعي خنډ نه‌لري او د یوه حنفي لپاره همدا نظر بسنه کوي.

د دې لیدلوري د تایید لپاره د اسلام د لومړیو وختونو ګڼ حدیثونه او روایتونه شته، که د اسلام د پیغمبر له زمانې وي او که د صحابه‌وو او تابعینو له دورې. د شافعي، مالکي او حنبلي مذهبونو مشهور نظر هم همدا دی.

مصري عالم شیخ محمد غزالي وایي: «زه هغه وخت حیران شوم چې د شنقیط (موریتانیا) له سیمې یو عالم، چې مالکي مذهب وو، د مدینې منورې په نبوي جومات کې د درس پر مهال وویل: «امام مالک بن انس د ښځې مخ عورت نه ګاڼه، خو زه د امام مالک بن انس له نظر سره مخالف یم».

ما ورته وویل: «دا یوازې د امام مالک نظر نه‌دی، بلکې د څلورو واړو فقهي مذهبونو امامان هم د همدې نظر پلویان دي، پرته له هغې کمزورې روایت څخه چې له امام احمد بن حنبل څخه نقل شوی او د هغه د مذهب له ثابت نظر سره په ټکر کې دی، لکه څنګه چې ابن قدامه یادونه کړې ده».

په حقیقت کې، د شنقیطي شیخ مخالفت، الله دې یې تېروتنه وبښي، هېڅ ارزښت نه‌لري.

هماغه مهال د یوه عربي شاعر دا بیت را په یاد شو:

يقولون هذا عندنا غير جایز
ومن انتم حتى يكون لكم عند؟

مانا یې دا ده:

هغوی وایي: «دا زموږ په اند روا نه‌دي، خو زه وایم: تاسو څوک یاست چې ستاسې نظر دې د اعتبار وړ وي»؟ کتاب، هموم داعیه، مخونه ۱۱۷-۱۱۸.

د پورته دلایلو پر بنسټ، هېڅ اسلامي هېواد د ښځې د مخ پټول اجباري کړی نه‌دی، بلکې دا یې د هرې ښځې خپل اختیار ته پرې ایښي دي.

ان د معاصرو مسلمانو عالمانو یو شمېر هم پر مسلمانو ښځو د نقاب د لازمي کولو مخالفت کړی دی. له هغوی څخه محمد غزالي، یوسف قرضاوي، سعید رمضان البوطي، عبدالحلیم ابو شقه او یو شمېر نور یادېدای شي.

همدارنګه، د مصر د اوقافو وزارت د «النقاب عادة وليس عبادة» تر سرلیک لاندې یو کتاب خپور کړی، چې په‌کې د ګڼو اهل علمو هغه نظرونه راټول شوي چې نقاب یو ټولنیز دود ګڼي، نه یو شرعي حکم او باور لري چې شرعي بنسټ نه‌لري.

د فقهي قواعدو له‌مخې، ټولنیزو دودونو ته د عبادت بڼه ورکول بدعت بلل کېږي. یعنې، یو فرهنګي عرف باید د دیني حکم په توګه ونه ګڼل شي او نه هم شرعي ثواب او عقاب پرې وتړل شي.

100%

د دغو نظرونو د پراخ شهرت، پراخ منل کېدو او د اسلامي نړۍ په کچه، په ځانګړې توګه د سترو اسلامي دیني بنسټونو له لوري د هغوی د تایید په پام کې نیولو سره، دا پوښتنه راپورته کېږي چې ولې طالبان ټینګار کوي چې د افغانستان ښځې باید خپل مخ په ماسک، نقاب یا چادرۍ وپوښي؟

ایا د قران، نبوي حدیثونو، د سترو مجتهدینو د نظرونو او د اسلامي هېوادونو د عام دود له پامه غورځول او د څو هغو ملايانو نظر ته لومړیتوب ورکول چې خپله د اسلامي تمدن د زوال له عواملو ګڼل شوي، شرعي بنسټ لري، که تر شا یې نورې انګیزې پرتې دي؟

دا یوه جدي پوښتنه ده، چې د هغې ریښې باید یوازې په فقه کې ونه لټول شي، بلکې په دوو نورو برخو کې هم وڅېړل شي: یوه انسان پوهنه (انتروپولوژي) او بله سیاست.

د انسان پوهنې (انتروپولوژۍ) له نظره، پر ښځو د افراطي محدودیتونو لګول تر دې ډېر چې یو دیني حکم وي، یو ټولنیز عرف دی چې په افغانستان کې ورته «عنعنه» ویل کېږي. دا دود له پخوا راهیسې د ځینو بدوي عربي قبیلو او د اسیا د ځینو قبیلو ترمنځ موجود وو، که څه هم نن سبا د کمېدو په حال کې دی.

له ټولنیز- طبقاتي پلوه، دا پدیده تر ډېره د ټولنې د منځنۍ او ټیټې طبقې ترمنځ دود وه، ځکه دغه قشرونه ډېر زیان منونکي وو او د تاریخي دورو په اوږدو کې یې لوڼې تر نورو ډېرې د بریدونو او چور او تالان له ګواښ سره مخ وې. برعکس، په اشرافي یا د ښارونو په منځنۍ او لوړې طبقې کې، چې دا ډول زیانمننه یې کمه وه، دغه دود په ندرت لیدل کېږي.

د افغانستان او پاکستان د خلکو ځینو برخو دغه عنعنه یا فرهنګي دود له پخوا څخه په میراث وړی دی او پرته له دې چې د هغې تاریخي او ټولنیزې ریښې وپېژني، ورته یې دیني بڼه ورکړې ده.

له سیاسي پلوه، هغه ډلې چې خپل غړي له بدوي، کلیوالي او د ښارونو له ټیټو ټولنیزو قشرونو څخه جذبوي، د ښځو موضوع ته ځانګړی حساسیت لري او د دوی لپاره ښځه د واک د سیالۍ او منازعې له مهمو سمبولونو څخه ګڼل کېږي. د دې موضوع نښې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په چلند او دریځونو کې هم لیدل کېدای شي.

د افغانستان د وروستۍ یوې پېړۍ په تحولاتو کې، د کلیوالي او ښاري ارزښتونو ترمنځ یو له تر ټولو سختو ټکرونو څخه رامنځته شو. ښاري سیمې له مدرنیته سره ژر اشنا شوې او هرکلی یې وکړ، خو د امان‌الله خان له دورې راوروسته، کلیوالو او بدوي قشرونو د دې بهیر پر وړاندې مخالفت وکړ او د همدې مخالفت له امله د اصلاحاتو بهیر یا ناکام شو او یا هم په ډېرې سستۍ سره مخ ته لاړ.

د جهاد په دوره کې هم د مجاهدینو لویه برخه د کلیوالو او د ښارونو د ټیټو ټولنیزو قشرونو خلک وو او هغوی هم د ښځو موضوع ته حساسیت درلود، خو د طالبانو په کچه نه.

100%

د نورو اسلامي هېوادونو خلاف، چې هلته بې حجابي، که څه هم د خوښې وړ نه ګڼل کېږي، خو لازماً د بې دینۍ په معنا نه تعبیرېږي، په افغانستان کې دا موضوع په مستقیم ډول له دیني سمبولونو سره تړل شوې او هر ډول بې حجابي له اسلام څخه د انحراف نښه ګڼل شوې ده.

دا پدیده د منځني ختیځ او شمالي افریقا په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې هم، په بېلابېلو کچو، لیدل شوې ده.

د بېلګې په توګه، د مصر، سوریې او یو شمېر نورو هېوادونو د اخوان المسلمین غورځنګ غړو په لومړیو کلونو، یعنې د ۱۹۳۰ او ۱۹۶۰ لسیزو ترمنځ، نه یوازې پر نقاب باور نه‌درلود، بلکې د حجاب په اړه یې هم سخت دریځ نه‌درلود. خو د ۱۹۷۰مې لسیزې له پیل وروسته، د هغې پدیدې په پراخېدو سره چې ځینو شنونکو، لکه حسام تمام، ورته «تریف الاخوان» یا «د اخوان کلیوالي کېدل» ویلي، حجاب په هویتي موضوع بدل شو او نقاب هم د اخوان المسلمین د ښځینه غړو د یوې برخې ترمنځ دود شو.

په مصر کې، د دې بدلون تر رامنځته کېدو مخکې، د الازهر د مخکښو شیخانو د کورنیو په ګډون، د ډېرو نوموتو دیني کورنیو ښځو دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه نه‌کوله.

مشهور روایت دی، چې د حسن الهضيبي لور، چې د حسن البنا ځایناستی او د اخوان المسلمین دویم عمومي مشر وو؛ د شیخ حسن باقوري لور، چې د اخوان له مشرانو او هغه مهال د مصر د اوقافو وزیر وو او همدارنګه د عبدالرحمن تاج لور، چې د الازهر ستر شیخ وو او د دغو په څېر د نورو دیني مشرانو لوڼو، نه یوازې نقاب نه اغوسته، بلکې حجاب یې هم نه‌درلود.

د سیاسي ټولنپوهنې د څېړنو له مخې، هغه ګوندونه او ډلې چې د دیني هویت پر بنسټ د یوه سیاسي نظام د جوړولو هڅه کوي، عموماً د ټولواکۍ او د یوه توتالیتر نظام د رامنځته کولو په لټه کې وي او د بدوي ډلو او له ټولنیز پلوه د لږ پرمختللو قشرونو په ملاتړ د بریا ډېر امکان لري.

دغه ټولنیز قشرونه د فرهنګي وروسته پاتې‌والي له امله له یوه ډول توپیر څخه له وېرې سره مخ وي. هغوی له تنوع او تکثر سره ښه اړیکه نه‌لري، هر ډول توپیر د انحراف او ګواښ په سترګه ګوري او یوازې هغه وخت د امنیت احساس کوي چې فرهنګي تنوع له منځه ولاړه شي.

طالبان له ټولنیز پلوه له همدې ډول چاپېریال څخه راټوکېدلي دي او باور لري، چې په یوې یو شان شوې ټولنه کې د استبدادي نظام جوړول د دوی ګټې خوندي کوي.

لکه څنګه چې پوهېږو، ټول توتالیتر سیاسي نظامونه د ټولنې د یو شان کولو او د توپیرونو د له منځه وړلو هڅه کوي، ځکه په ټولنه کې تنوع، که فرهنګي بڼه ولري او که سیاسي یا ایډیولوژیکه، د هغې له خوځښت او غوړېدو سره مرسته کوي او د نویو افقونو د پرانېستل کېدو احتمال زیاتوي. استبدادي او ټولواک نظامونه له هر ډول بدلون او د نویو افقونو له پرانېستل کېدو وېره لري او غواړي اوسنی وضعیت په هماغه بڼه وساتي چې د دوی تلپاتې واکمني تضمین کړي.

د ایران حکومت هم د څو لسیزو لپاره د اجباري حجاب پلي کول د خپلې پالیسۍ او هویت یوه برخه ګرځولې وه، خو په وروستیو کې یې په دې برخه کې د شاتګ نښې څرګندې کړې دي. د طالبانو له لوري د چادرۍ، ماسک او ورته نورو بڼو په چوکاټ کې د نقاب جبري کول، د ښاري قشرونو پر وړاندې د برلاسۍ یو سمبول ګڼل کېږي او د دې ډلې مشران باور لري، چې د ټولنې د ټیټو قشرونو اړوند د یوه کلیوالي دود رسمي کول د دوی واکمني لا ټینګوي.

په لنډه توګه، پر ښځو د نقاب تحمیل او د مخ پټول اجباري کول، تر دې ډېر چې یو دیني امر وي، د ښاري، منځنۍ او لوستې طبقې د فرهنګ پر وړاندې د کلیوالي فرهنګ او د ټولنې د ټیټو قشرونو د برلاسۍ استازیتوب کوي. کله چې دا موضوع د سیاسي شخړو په چوکاټ کې ځای پر ځای شي، نو د تنوع او تکثر د له منځه وړلو او د ټولنیزو توپیرونو د محوه کولو په یوه وسیله بدلېږي.

په داسې حال کې چې له دیني لیدلوري، د تنوع او توپیر شتون د الهي سنتونو له ډلې ګڼل کېږي. په ځانګړې توګه، د خلکو د ژبو او رنګونو تنوع په قران کې، د روم سورت د ۲۲م ایت له مخې، د الله له نښو څخه بلل شوې ده.

د ټولنیزو عنعنو او دودونو په برخه کې د اجباري یو شان کولو سیاست او د یوې ځانګړې سیمې یا یوې ځانګړې ټولنیزې طبقې دود پر ټولو وګړو تحمیلول، د سیاسي واک د ټینګښت په موخه، د ژبني، مذهبي، سیاسي او ټولنیز یو شان کولو لپاره زمینه برابروي. دا چاره د ټولنې خوځښت او غوړېدل له منځه وړي او که مخه یې ونه نیول شي، د ټولنې د ټوټه کېدو، د ټولنیزو درزونو د ژورېدو او د قومونو ترمنځ د خونړیو شخړو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۱۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۱
•
نویده خوشبو
جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې
100%

افغانستان کې د جمهوري نظام سقوط، چې د ۲۰۲۱ د اګست پر پنځلسمه رامنځته شو، کوم پوځې بدلون نه بلکې د ناسمې محاسبې، بېځایه خوشبینۍ او د واقعیت له پامه غورځولو پایله وه.حکومت د نظام پر دوام او نړیوالو د طالبانو پر بدلون باور درلود او ښکاره نښې جدي ونه ګڼل شوې چې پایله یې نن سبا ګورو.

په ړندو سترګو پرېکړه؛
د درې نیم کلنې لور کوچنی لاس مې نیولی و او د سړک پر غاړه ولاړه وم. د ټرافیکي نښې ته مې کتل چې کله شنه شي، له سړکه واوړو. زما تر څنګ نور کسان هم ولاړ وو. کله چې دواړو خواوو ته موټر نه ښکارېدل، هغوی په چټکۍ بلې غاړې ته واوښتل.

زه هم ورپسې روانه شوم. ناڅاپه مې لور لاس راکښه او د بل لاس د شهادت په ګوته یې نښې ته اشاره وکړه.

نښه لا هم سره روښانه وه او د اوښتو اجازه نه وه. هماغه شېبه پوه شوم چې انسان کله ناکله د نورو د حرکت تر اغېز لاندې راځي، خو سمه پرېکړه د نښې په لیدلو او د ګواښ په درک پورې تړلې ده.

د سقوط سیاسي معنا
په شخصي ژوند کې ناسم تصمیم یو کس زیانمنوي، خو په سیاست کې بې‌محاسبې پرېکړه د ټول ملت برخلیک بدلوي. د افغانستان سقوط، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه رامنځته شو، د کمزورې ارزونې، ناسمې محاسبې او بې‌بنسټه باور څرګنده بېلګه وه. دا پېښه د طالبانو د پوځي پرمختګ تر څنګ، د سیاسي بې‌باورۍ، کمزورې مشرتابه او د نړیوالو د ناسم تحلیل پایله هم وه.

د کابل ناسمې محاسبې
د محمد اشرف غني حکومت تر وروستیو ورځو پورې باور درلود چې نظام به پاتې شي، امنیتي ځواکونه به مقاومت وکړي او نړیوال ملاتړ به دوام ومومي. خو د نظام دننه ستونزې، د خلکو او حکومت تر منځ واټن، د سیاسي مشرانو بې‌باوري، د امنیتي ادارو ګډوډي او فساد هغه نښې وې چې باید جدي نیول شوې وای. حکومت پر واقعیتونو د تکیې پر ځای هیلو ته مخه کړه او د ګواښ د منلو پر ځای یې د ډاډ ژبه غوره کړه.
د ۲۰۲۱ کال جولای د جمهوریت لپاره د وروستي خبرداري میاشت وه. په همدې موده کې د نظام د کمزورېدو نښې څرګندې شوې. د جولای په دوهمه امریکايي ځواکونه له بګرام هوايي اډې ووتل او همداراز تر نیمایي پورې د نړیوال ائتلاف ډېری ځواکونه هم له هېواده ووتل. طالبانو مهم سرحدي بندرونه ونیول او د جولای په ۲۱مه اعلان وشو چې هغوی د هېواد د شاوخوا نیمایي ولسوالیو کنټرول لري. جګړه له لرې پرتو سیمو د هرات، کندهار او لښکرګاه تر دروازو ورسېده. که څه هم هوايي بریدونه بیا پیل شول، خو د جګړې مسیر بدل نه شو. دا ټولې پېښې د بېړني اقدام نښې وې، خو په کابل کې لا هم خوشبیني موجوده وه او نړیوالې ټولنې لا هم د یوه سیاسي حل تمه لرله.


د نړیوالې ټولنې خوشبیني
نړیوالې ټولنې هم د طالبانو په اړه له احتیاطه لرې محاسبه وکړه. داسې انګېرل کېده چې هغوی به بدل شوي وي، سیاسي مشارکت ته به غاړه کېږدي او د زور له لارې به واک نه نیسي. خو په عمل کې طالبانو اوربند ته ژمنتیا ونه ښوده، د سیمو نیول یې چټک کړل او د سیاسي جوړجاړي پر ځای یې د بشپړ واک لاره غوره کړه.

د افغانستان د بیارغونې د ځانګړي مفتش (سیګار) څېړنې دا سقوط د شواهدو له مخې تشریح کوي. د دې موندنو له مخې، د افغان ځواکونو د سقوط مهم عامل د بهرنیو ځواکونو او قراردادیانو وتل وو، ځکه هغوی د هوايي ملاتړ، لوژستیک او تخنیکي ساتنې لپاره پر بهرني ملاتړ متکي وو. کله چې دا ملاتړ ودرېد، د ځواکونو روحیه او توان هم کم شو. همدارنګه، په دوحه کې د امریکا او طالبانو تړون او د وتلو اعلان افغان ځواکونو ته دا پیغام ورکړ چې نړیوال ملاتړ پای ته رسېږي. دې حالت د بې‌باورۍ فضا پیاوړې کړه. کمزورې مشرتابه، فساد او د روښانه ستراتیژۍ نشتوالی هم د سقوط له مهمو عواملو څخه وو.

له سقوط وروسته واقعیت او د تاریخ درس
تر سقوط وروسته څرګنده شوه چې د طالبانو د بدلون په اړه خوشبیني له واقعیت سره برابره نه وه. د ملګرو ملتونو راپورونو د خپلسرو نیونو، شکنجې، د بیان د محدودولو او د ښځو پر حقونو د بندیزونو بېلګې ثبت کړې. دا ښيي چې تمې د شواهدو پر ځای ولاړې وې.
د افغانستان پرځېدل کوم پوځي بدلون نه و، بلکې د هغو سیاسي محاسبو پایلې وې چې له واقعیتونو لرې شوې وې. په کابل کې واکمنو کړیو د نظام پر دوام زیات باور درلود او نړیوالو د طالبانو په اړه بې‌ځایه خوشبیني وښوده. کله چې پرېکړې پر تمو ولاړې شي، پایله یې بحران او بې‌ثباتي وي.
زما د کوچنۍ لور هغه ساده اشاره تر ډېرو سیاسي تحلیلونو ژوره وه. هغې وښوده چې حقیقت تل د خلکو د حرکت په لوري نه وي؛ کله ناکله په هغه نښه کې وي چې نور یې له پامه غورځوي. د افغانستان د جمهوریت کیسه هم همداسې ده. ګواښ موجود و او نښې څرګندې وې، خو ډېر کسان د پېښو له بهیر سره روان وو. تاریخ بیا وښوده چې د واقعیت له پامه غورځول ګواښ له منځه نه وړي، بیه یې لوړوي.

ایا پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د احتمالي نسل‌وژنې له زاویې څېړل کېدی شي؟

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
ایا پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه د احتمالي نسل‌وژنې له زاویې څېړل کېدی شي؟
100%

د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر پکتیا، پکتیکا او کونړ یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ د سرحدي شخړې یا امنیتي عملیاتو په چوکاټ کې نه شي محدودېدای. تازه د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو، سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو غوښتنه کړې چې دا بریدونه باید د نسل وژنې له زاویې وڅېړل شي.

د دغو بریدونو له امله د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو وژل کېدو، د استوګنیزو سیمو په نښه کېدو او د پاکستان له لوري د عملیاتو د رسمي تایید وروسته، دا پوښتنه ورځ تر بلې جدي کېږي چې ایا نړیواله ټولنه باید دغه بریدونه د نړیوال بشرپاله قانون ترڅنګ، د احتمالي نسل‌وژنې له زاویې هم وڅېړي؟

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) لومړني معلومات ښيي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. طالبانو بیا د مرګ‌ژوبلې شمېر تر دې لوړ ښودلی او ویلي یې دي چې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

خو دغه بریدونه په یوه جلا پېښه نه شي خلاصه کېدای. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د تېرو څلور نیمو کلونو پر مهال د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتو او هوايي بریدونو په پرله‌پسې ډول افغان ملکي وګړو ته درنه بیه اړولې ده. پاکستان په ځلونو ادعا کړې چې د دغو بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) غړي او د هغوی پټنځایونه دي، خو د وژل شویو او ټپي شویو ملکي وګړو شمېرې، په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو قرباني کېدل او له سیمو څخه خپاره شوي انځورونه، د دغو عملیاتو د بشري پایلو په اړه جدي پوښتنې راولاړوي.

100%

د ۱۴۰۱ کال د وري په میاشت کې، د پاکستان په یوه له خونړیو هوايي بریدونو کې په خوست او کونړ ولایتونو کې ۴۷ ملکي وګړي ووژل شول. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې د قربانیانو ډېری برخه د وزیرستان بې‌ځایه شویو کورنیو ښځې او ماشومان وو.

د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ په خوست او پکتیا کې د سرحدي بریدونو او نښتو له امله ۱۲ ملکي وګړي ووژل شول. وروسته، د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۹مې څخه د مرغومي تر ۱۰مې پورې، د دواړو لورو نښتو لږ تر لږه ۷۰ ملکي قربانیان واخیستل. یوناما د تلې ۲۳مه د همدې مودې لپاره د افغانستان د ملکي وګړو تر ټولو خونړۍ ورځ وبلله. په همدې ورځ پر کابل د پاکستان په لومړي مرګوني برید کې ۹ کسان ووژل شول او هم‌مهاله د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالۍ په برید کې ۳۵ کسان ووژل شول، چې ۲۷ یې د یوې کورنۍ غړي وو.

100%

که څه هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۱۴۰۴ کال د تلې اوربند اعلان شوی و، خو ډېر ژر مات شو. د بریدونو له بیا پیل سره، د کب په درېیمه نېټه په ننګرهار او پکتیا کې ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول. اوس هم د وروستیو بریدونو په ترڅ کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي، چې دا د ملکي زیانونو د دوامداره تکرار څرګندونه کوي.

که څه هم پاکستان ادعا کوي چې هدف یې وسله‌وال وو، خو د نړیوال بشرپاله قانون له مخې، یوازې د امنیتي عملیاتو ادعا د ملکي مرګ‌ژوبلې قانوني توجیه نه شي کېدای. هر دولت مکلف دی چې د پوځي او ملکي هدف ترمنځ توپیر وکړي، له غیرمتناسب ځواک کارولو ډډه وکړي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره ټول احتیاطي تدابیر ونیسي.

که په بریدونو کې استوګنیزې سیمې، ښځې، ماشومان او نور غیرجنګي وګړي په پراخه کچه قرباني کېږي، نو دا یوازې یوه نظامي تېروتنه نه، بلکې د نړیوالو حقوقو له نظره د جدي او خپلواکې څېړنې موضوع ګرځي. کله چې ورته پېښې په پرله‌پسې ډول تکرارېږي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې رامنځته کوي، نو د نړیوالو حقوقو له نظره د دغو پېښو د بېلابېلو احتمالي حقوقي اړخونو ارزول هم اړین کېږي.

د بشري حقونو بنسټ «رواداري» هم همدې پایلې ته رسېدلی دی. دغه بنسټ د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې ښایي د جګړه‌ییز جرم په توګه وڅېړل شي.

د روادارۍ د لومړنیو موندنو له مخې، پاکستاني ځواکونو استوګنیزې سیمې په دوو پړاوونو کې بمبار کړې دي؛ لومړی یې کورونه په نښه کړي او وروسته یې هغه کسان تر برید لاندې راوستي چې د ژغورنې او مرستې لپاره سیمې ته ورغلي وو. د روادارۍ په باور، دغه ډول بریدونه د نړیوال بشردوستانه قانون د تفکیک، احتیاط او تناسب له اصولو سره په ټکر کې دي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پېښه په هر اړخیز ډول وڅېړي او عاملان عدالت ته راکش کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم په همدې دلیل ټینګار کړی چې د پاکستان بریدونو ته باید یوازې د امنیتي پېښو په سترګه ونه کتل شي. د هغه په باور، دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت، نړیوال دریځ او راتلونکي په اړه د ژور ملي بحث غوښتنه کوي. هغه پوښتنه کوي چې ولې د افغانستان پر حاکمیت پرله‌پسې تېری کېږي، ولې نړۍ چوپه ده او ولې افغانان د دې وضعیت بیه پرې کوي.

له بلې خوا، د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل په ښکاره له ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د بشري حقونو له نړیوالو ادارو او د بښنې نړیوال سازمان څخه غوښتي چې دا بریدونه د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو ترڅنګ، که شواهد یې موجود وي، د نسل‌وژنې د احتمالي عمل له زاویې هم وڅېړي.

دا غوښتنه ځکه مهمه ده چې د نسل‌وژنې د جرم د څېړنې غوښتل، له مخکې د نسل‌وژنې د ثابتولو معنا نه لري. په نړیوالو حقوقو کې هر کله چې د ملکي وګړو پر ضد د پراخو او تکراري بریدونو، د ځانګړو ټولنو د هدف ګرځولو او د جدي بشري زیانونو نښې موجودې وي، نړیوال بنسټونه کولای شي د نسل‌وژنې د احتمالي جرم د شتون یا نه شتون په اړه حقوقي ارزونه وکړي.

په دې قضیه کې هم څو پوښتنې د نړیوالو څېړنو غوښتنه کوي: ولې د بریدونو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي؟ د پوځي اړتیا او کارول شوي ځواک ترمنځ تناسب رعایت شوی که نه؟ د بریدونو پر مهال د ملکي وګړو د ساتنې لپاره لازم احتیاط شوی و که نه؟ ایا د پرله‌پسې بریدونو او لوړې ملکي مرګ‌ژوبلې ترمنځ کومه تکراري بڼه لیدل کېږي؟ او ایا دا ډول بریدونه یوه جلا پېښه ده، که د پولې هاخوا د تکراري پوځي چلند یوه برخه ده؟

که نړیواله ټولنه د دغو پوښتنو له څېړلو ډډه وکړي، نو د نړیوال بشرپاله قانون د تطبیق په اړه به د بې‌طرفۍ او عدالت اصل تر پوښتنې لاندې راشي. هماغه نړیوال نظام چې د نړۍ په نورو سیمو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه د حقیقت موندنې پلاوي جوړوي، باید د افغانستان د ملکي قربانیانو په اړه هم ورته معیار عملي کړي.

افغانستان د نړیوالو حقوقو له مخې یو خپلواک دولت دی او د هغه د خاورې حاکمیت، د خلکو ژوند او د ملکي وګړو خوندیتوب باید د هر دولت له امنیتي ادعاوو لوړ ارزښت ولري. که د پاکستان ادعا دا وي چې د وسله‌والو پر ضد یې عملیات کړي، نو دا ادعا باید د یوې خپلواکې او بې‌طرفه نړیوالې څېړنې له لارې وازمویل شي، نه دا چې د ملکي قربانیانو مرګ‌ژوبله له پوښتنې پرته عادي وګڼل شي.

له همدې امله، د افغانستان د قربانیانو لپاره اساسي غوښتنه دا نه ده چې نړیوال بنسټونه له مخکې دا بریدونه نسل‌وژنه اعلان کړي؛ بلکې غوښتنه دا ده چې د نړیوالو حقوقو د ټولو معیارونو پر بنسټ، د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو او که شواهد یې موجود وي، د نسل‌وژنې د احتمالي جرم په ګډون، یوه خپلواکه، شفافه او بې‌طرفه څېړنه ترسره شي. یوازې په دې صورت کې به د قربانیانو حق خوندي شي، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د تکرار د مخنیوي لپاره به د حساب ورکونې زمینه برابره شي او نړیوال عدالت به خپل اعتبار وساتي.

د وير سلسله؛ په خبیثه مثلث کې زنداني حافظه

۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۳۰ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱
•
شاپور ژمن
د وير سلسله؛ په خبیثه مثلث کې زنداني حافظه
100%

‏پر افغانستان د پاکستان تېری درگرده د یوه نوي عادت څېره اخلي. دا څووم، ان له دوه - درېیو کلونو راهیسې درگرده چورلکې د ډیورند له کرښې راتېريږي او پر څو ولایتونو بریدونه کوي او بېرته سلامتې اوړي. بس موږ یوو او په دا سهار ماتم او ویر.

په قهر و غصه شو، وینه مو په رګونو کې وخوټېږي. په ټولنیزو رسنیو کې پاکستان هر رنگ ښکنځو او د «دال او تورمخي‌توب» پېغورونه خو هرو مرو ورسره بدرګه کوو. په موږ کې ځینې دا بریدونه د فرصت په هېنداره کې ویني چې ګواکې پر حاکمې ډلې تبۍ سره کېږي او ورکېږي. ځینې بیا د حاکمې ډلې پر اوږې لاسونه ټپوي او د غاښ‌ماتوونکي غچ اخېستلو نعتونه زمزمه کوي او په دې منځ - منځ کې دا ټکۍ ورسره اچوي چې «دا بریدونه له حاکمې ډلې سره د پاکستان د سختې دښمنۍ په معنا درواخلئ»!

‏دغسې بیا ځینې د شونډو لاندې وتخنېږي او وايي: ځه ودې مري؛ ودې کړېږي «نسل انتحاري»!

‏د ماتم او وېر سهار چې سبا کېږي؛ هېرېږي. موږ په دا بل سبا یوه شېبه تم نه‌شو چې محاسبه وکړو، مغز وننګوو، عاطفه او احساسات معطل کړو، له سره مو راخیستې وای، له‌دې مو پیل کړې وای چې په هېواد کې د هرج و مرج اوسنی حالت طبیعي راغلی که مهندسي کړای شوی؟ د اوسني حالت نقطې مو له تېرو دوو جهادونو سره وصل کړې وای او کتلي مو وای چې د ننني حالت د محصول تر ټولو د ګټه اخېستونکي «مثلث» هندسه څنگه ترسیموي. د اوسني مهندسي کړای شوي حالت په تداوم کې د دې مثلث د هرې ضلعې نقش څرنګ بربنډوي.

‏موږ به حس کړې وای، چې تر دمګړۍ د دې مثلث درېیواړو ضلعو (غرب، پاکستان، جهادي ډلو [مجاهدینو او ط‌البانو]) تر ټولو دېر د تاریخ په هرې مقطع کې د دغسې حالت تداوم غوښتی او ځنې یې ګټه اخېستې ده. دغسې حالت کې پاکستان د یوه ضعیف افغانستان پالیسي چلولای شي. غرب په سیمه کې خپل هژمونیک اغېز ساتلای شي. جهادي ډلې د خرمستۍ هر هوس پوره او د سیاسي اسلام پر اخور لا پړسېدلای شي.

‏خو هه پر موږ؛ زموږ پر ماتم‌ځپلو حافظو!

‏موږ د دې مثلث په کنجونو کې ویلي شو. یا غرب ته پرتلۍ وهو او هیلې پسې ټومبوو چې ګوندې له دې حالته، چې دی ترې له هرچا ډېره ګټه وړي وژغوري. یا هاغه پاکستان ته د مرستې په تمه مسک مسک کېږو چې ۴۰ کاله یې مخالفې جهادي ډلې د افغانستان بربادۍ ته وروزلې او یا هم اوسنۍ حاکمې ډلې پورې هیلې غوټه کوو چې تېر شل کاله یې د اوسني حاکمیت لپاره، چې یوازې لوېدلی افغانستان په‌کې منعکس کېږي، په سېلابونو وینې وبهولې او درست نظام یې د همدې پاکستان او غرب په همکارۍ څملاوه.

‏موږ که یو عقلاني کار کوو؛ هغه به د دغه خبیثه مثلث د پېژنګلوۍ دغې نتیجې ته رسېدل وي. که یو د ژغورنې لار خپلوو؛ هغه به په‌خپلو مټو او تفکر لښکر جوړول وي. دا لښکر سازمان غواړي. یو نسل غواړي. داسې نسل چې د دې مثلث هره ضلعې ته «نه» ووایي او د ملت حافظه له دې زندانه راوباسي.