عبدالحق عمري
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

په کندهار کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندهار د ځانګړې قطعې قومندان حافظ حبیب د پاکستان د تېرې شپې په هوايي برید کې ټپي شوی دی. د سرچینو په وینا، له هوايي برید وروسته تېره شپه حافظ حبیب په ټپي حالت کې د کندهار مومند روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی.

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پرتو ولایتونو ځینو قومي مشرانو او پخوانیو نظامیانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې طالبانو د پاکستان پرضد جګړه او لاریونونو کې له د دوی ملاتړ ترلاسه کړی دی. دوی زیاتوي، چې په خوست او پکتیکا کې ځینې پخواني نظامیان د پاکستان پرضد جګړه کې برخه لري.

افغانستان انټرنشنل ته د رسېدلو رسمي سندونو بر بنسټ، طالبانو د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې یو پاکستانی وګړی د ای ټي مسوول ګومارلی دی. دغه کس صفي الله نومیږي او کونسلګرۍ د ۲۵۰۰ یورو تنخوا په وړاندیز د یوه مکتوب له لارې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته معرفي کړی.

په کابل کې ځینو افغانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان سفارت یوه ویزه په تور بازار کې له زرو ډالرو څخه تر ۱۵ سوه ډالرو پورې پلورل کیږي. ددغو افغانانو په وینا، په سفارت کې د مرکې پر وخت له ویزه اخېستونکو اقرار اخېستل کیږي چې له دوی ۱۵۰۰ افغانۍ اخیستل شوې.

د چین افچین کمپنۍ ته نژدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له نږدې ۲۷۰ ورځو راهیسې د طالبانو استخباراتو د افچین کمپنۍ د دریو مسوولانو پاسپورټونه برمته نیولي دي. د سرچینو په وینا، په کابل کې د چین سفارت له طالبانو غوښتي چینايي وګړو ته پاسپورټونه ورکړي چې چین ته ستانه شي.

د شهاب الدین دلاور د وزارت په دوره کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د درې کلن فعالیت په تړاو څیړنې او پلټنې په ګڼو کاني قراردادونو کې د جدي مالي او اداري تخطیو شته والی په ډاګه کوي. د قراردادونو د حجم له مخې ۱۴ میلیارده، ۵۲۷ میلیونه افغانۍ زیان ثبت شوی.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو تر واک لاندې ادارو سندونه ترلاسه کړي دي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په خوست کې د چمي په نامه یو مارکېټ راګرځولی دی. د چمي مارکېټ څښتن وویل، چې عبدالحکیم شرعي د طالبانو د مشر ملاهبت الله ددفتر او د ځمکو د غصب اختصاصي محکمې احکام نه مني.

په کندز کې د وژل شویو درې کسانو د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندز نظامي محکمې ته پر عریضې سربېره، درې ورځې تېرې شوې، خو لاهم هغه طالبان نه دي نیول شوي، چې د دوی د کورنۍ درې غړي یې په لېزري وسلې وژلي دي. د طالبانو مسوولینو د کندز نظامي محکمې عریضې بابیزه بللې.

د افغان-امریکايي وګړي محمودشاه حبیبي د وروستي وضعیت په اړه، د هغه ورور احمدشاه حبیبي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې امریکا د حبیبي له خوشې کېدو پرته د طالبانو د ګوانتانامو زنداني نه خوشې کوي. نوموړی وايي، ورور یې په کندهار کې ساتل کیږي.

د طالبانو د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، نیوکه کړې، چې د طالبانو د بغلان نظامي او ملکی مسوولان په رسمي وخت کې د وزلوبو د سیالیو ننداره کوي. په مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو مسوولان له نظامي موټر او یونیفورم سره لوبو ته ځي.
