• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښځې

اوچا: پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونه په افغانستان کې د بشري مرستو رسونه ټکنۍ کوي

اوچا: پر ښځینه کارکوونکو محدودیتونه په افغانستان کې د بشري مرستو رسونه ټکنۍ کوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د ښځینه کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونه او د مرستندویه فعالیتونو په چارو کې لاسوهنې په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسونه له خنډونو سره مخ کوي.

د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته افغانې محصلانې د زده‌کړو د دوام له ګواښ سره مخ دي

د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته افغانې محصلانې د زده‌کړو د دوام له ګواښ سره مخ دي

د جرمني د «دویچه ویله» د راپور له مخې، د امریکا حکومت د افغانستان د امریکايي پوهنتون مالي ملاتړ بند کړی، هغه پوهنتون چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغان نجونو او ښځو لپاره د لوړو زده‌کړو له محدودو پاتې فرصتونو څخه ګڼل کېده.

ملګري ملتونه: د افغان ښځو له کاروبارونو ملاتړ د هغوی اقتصادي خپلواکي پیاوړې کوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) وايي، د افغان ښځو د کاروبارونو ملاتړ کولای شي له هغوی سره د عاید په ترلاسه کولو، د خپلو کورنیو د لګښتونو په برابرولو او نورو ښځو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

نصیر اندېشه: د ملګرو ملتونو سازمان زموږ لپاره د افغان ښځو او نجونو د حقونو د دفاع مورچل دی

د ملګرو ملتونو په جینوا دفتر کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د دغه بنسټ د ۸۱مې کلیزې په مناسبت وویل، چې دا سازمان اوس د ده او ملګرو لپاره یې د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د دفاع «مورچل» دی.

لانا نصیبه وايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي کېدو په صورت کې به د سازمان سمبولیک رول بدل کړي

لانا نصیبه وايي د ملګرو ملتونو د سرمنشي کېدو په صورت کې به د سازمان سمبولیک رول بدل کړي

د متحده عربي امارات پخوانۍ ډیپلوماتې لانا نصیبه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي څوکۍ ته خپله نوماندي رسماً ثبت کړه. هغې د نړۍ په روانو ناورینونو کې د دغه سازمان اوسنی رول «نندارچي» ته ورته بللی او ژمنه یې کړې، که بریالۍ شوه دا رول به بدل کړي.

څلور ښځې؛ د افغانستان د سیاسي تاریخ هېر شوی فصل

څلور ښځې؛ د افغانستان د سیاسي تاریخ هېر شوی فصل

د ۱۹۶۵ کال په اکټوبر کې، چې رقیه حبیب ابوبکر، اناهیتا راتب‌زاد، خدیجه احراري او معصومه عصمتي وردګ د افغانستان د ولسي جرګې غړې شوې، د هېواد په پارلماني تاریخ کې یې د ښځو لپاره یوه نوې دروازه پرانیسته.

د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي د ملګرو ملتونو د خبریالانو کلنۍ جایزه وګټله

د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي د ملګرو ملتونو د خبریالانو کلنۍ جایزه وګټله

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي په ۲۰۲۶ کال کې د ملګرو ملتونو د خبریالانو د ټولنې د برنزو جایزه وګټله.

یونسکو د ناورینونو پر مهال د ښځینه ساینس‌پوهانو د ونډې ارزونې سروې پیل کړې

یونسکو د ناورینونو پر مهال د ښځینه ساینس‌پوهانو د ونډې ارزونې سروې پیل کړې

د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونسکو) او د «ډېټا پاپ الاینس» بنسټ د هغو ښځینه ساینس‌پوهانو د رول او ستونزو ارزولو لپاره نړیواله سروې پیل کړې، چې په ناورینونو او بېړنیو حالاتو کې فعالیت کوي.

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

افغانه فعاله زرقه یفتلي د امریکا د نېشن‌سول (NationSwell) موسسې د «ممکن راتلونکي» جایزه د مدافع په برخه کې ګټلې ده. نېشن‌سول د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی، چې اغلې یفتلي یې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د هغې د هڅو او عدالت غوښتنې له امله د یادې جایزې ګټونکې ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهان اروپا ته: افغانان مه شړئ او طالبانو ته مشروعیت هم مه ورکوئ

د ملګرو ملتونو کارپوهان اروپا ته: افغانان مه شړئ او طالبانو ته مشروعیت هم مه ورکوئ

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو او دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو لپاره د ځینو اروپايي هېوادونو هڅې وغندلې. دوی د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتې چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو ډډه وکړي.

نیوزیلنډۍ سیلانۍ: د افغانستان ښکلا د ښځو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه نه شي پټولای

نیوزیلنډۍ سیلانۍ: د افغانستان ښکلا د ښځو پر حقونو د طالبانو محدودیتونه نه شي پټولای

د نیوزیلنډ یوه سیلانۍ مالي چې افغانستان ته د دوو نورو نارینه ملګرو سره تللې په یوه ویډیو کې ویلي، چې د افغانستان ښکلا او د خلکو مېلمه پالنه د ښخو پر حقونو د طالبانو محدودویتونه شي پټولای. هغه وایي هوټل، بانک او ځینو نورو ځایونو ته ځکه اجازه نه راکول کېده، چې «ښځه یمه».

نیو لاینز انسټیټیوټ: افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم نه ثبتېږي

نیو لاینز انسټیټیوټ: افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم نه ثبتېږي

د امریکا د نیو لاینز انسټیټیوټ په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسي او جنسیتي تاوتریخوالی دوام لري، خو د وېرې، محدودیتونو او د شکایت د لارو د نشتوالي له امله ډېری پېښې نه ثبتېږي.

افغانې فعالې خدیجه امین په اسپانیا کې د «پناه‌غوښتونکو لپاره ژوند» جایزه ګټلې

افغانې فعالې خدیجه امین په اسپانیا کې د «پناه‌غوښتونکو لپاره ژوند» جایزه ګټلې

یوې افغانې خبریالې او د ښځو د حقونو فعالې، خدیجه امین په اسپانیا کې د «پناه‌غوښتونکو لپاره ژوند» جایزه ګټلې ده. دغه جایزه د چهارشنبې په ورځ له پناه‌غوښتونکو سره د اسپانیا کمېسیون د جایزو ورکړې په لسم پړاو کې ورکړل شوې ده.

د نجونو د زده‌کړو مخالف ندا محمد ندیم: هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي

د نجونو د زده‌کړو مخالف ندا محمد ندیم: هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي

د نجونو د زده‌کرو په اړه د «امر ثاني» یو صادرونکی ندا محمد ندیم وايي، هېواد د علم په واسطه ابادېدای او پرمختګ کولای شي. د چارو یو شمېر څارونکي وايي، د علم د ارزښت په تړاو د ندیم اعتراف په داسې حال کې دی، چې نجونې له شپږم ټولګي او له پوهنتوني زده‌کړو بې‌برخې دي.

ای‌پي‌اېس: افغان ښځې د نیول کېدو له وېرې د طالبانو پر ضد انلاین اعتراضونه کوي

ای‌پي‌اېس: افغان ښځې د نیول کېدو له وېرې د طالبانو پر ضد انلاین اعتراضونه کوي

انټر پریس سروېس ویبپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو له سختو بندیزونو او ګواښونو سره سره، افغان ښځو د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره انټرنېټي او انلاین لاریونونو ته مخه کړې ده. سرچینې، د یوې پخوانۍ ۲۸ کلنې ښوونکې کیسه را اخېستې، چې په انلاین ډول همداسې مبارزه کوي.

نصیر احمد فایق: د ښځو له حقونو پرته د افغانستان اقتصادي بیارغونه ناشونې ده

نصیر احمد فایق: د ښځو له حقونو پرته د افغانستان اقتصادي بیارغونه ناشونې ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق ویلي، د افغانستان اقتصادي بیارغونه د خلکو له بنسټیزو حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو څخه نه شي بېلېدای. هغه ټینګار کړی، افغان ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لا هم له سیستماتیک تبعیض او محرومیت سره مخ دي.

ملګري ملتونه: د سولې په بهیرونو کې د ښځو د مشرتابه ملاتړ کم شوی

ملګري ملتونه: د سولې په بهیرونو کې د ښځو د مشرتابه ملاتړ کم شوی

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، د سولې په ټینګښت کې د ښځو د مشرتابه لپاره پانګونه کمېږي او ښځې د سولې له خبرو څخه په زیاتېدونکي ډول لرې کېږي. په افغانستان کې هم د طالبانو له واک ته بیا رسېدو وروسته ښځې د سولې، امنیت او د هېواد د راتلونکي په اړه له مهمو پرېکړو څخه څنډې ته شوې.

فوزیه کوفي: جګړو افغان میندې د خپلو اولادونو د ویر په ټغر کېنولي دي

فوزیه کوفي: جګړو افغان میندې د خپلو اولادونو د ویر په ټغر کېنولي دي

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي د جګړې د قربانیانو له کورنیو سره د دوامداره ملاتړ غوښتنه کړې ده. نوموړې ویلي چې جګړو له ډېری افغان میندو اولادونه اخیستي او د ویر په ټغر یې کېنولې دي.

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې په ۲۰۲۶ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي. دغه سازمان د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو د ملاتړ لپاره د ټولنیز خوندیتوب، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې د لا زیاتو پانګونو غوښتنه کړې ده.

افغان ښځې د طالبانو د محدودیتونو سربېره د زده‌کړو او کار لپاره لارې مومي

افغان ښځې د طالبانو د محدودیتونو سربېره د زده‌کړو او کار لپاره لارې مومي

ډیپلوماټ مجلې د ۱۶۵ افغان ښځو د روایتونو پر بنسټ په یوه مقاله کې ویلي، چې افغان ښځې د طالبانو د پراخو محدودیتونو سربېره د انلاین کار، کورنیو کاروبارونو او پټو زده‌کړو له لارې د خپلو زده‌کړو، کار او اقتصادي فعالیتونو د دوام هڅه کوي.

ربیکا ګرینسپان د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ ګټلو ته نږدې شوې ده

ربیکا ګرینسپان د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ ګټلو ته نږدې شوې ده

رویټرز خبري اژانس وايي، د ملګرو ملتونو د نوي سرمنشي د ټاکلو سیالۍ کې د دغه سازمان د سوداګرۍ او پرمختګ کنفرانس د اوسنۍ مشرې ربیکا ګرینسپان د بریالیتوب چانسونه زیات شوي دي. دا ۷۰ کلنه ډيپلوماټه که دا څوکۍ وګتي، د ملګرو ملتونو په ۷۷ کلن تاریخ کې به لومړنۍ ښځینه سرمنشۍ وي.

د افغان ښځو د حرکت شبکه: بریتانیا او اروپا باید له طالبانو سره هېڅ ډول تعامل ونه‌کړي

د افغان ښځو د حرکت شبکه: بریتانیا او اروپا باید له طالبانو سره هېڅ ډول تعامل ونه‌کړي

د افغانستان د ښځو د حرکت شبکې له طالبانو سره د بریتانوي او اروپایي استازو پر وروستیو لیدنو له نیوکو سره، له نړیوالو غوښتي چې د طالبانو له‌خوا د پخوانیو افغان پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژلو د روانې لړۍ پر وړاندې ودریږي.